د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د کابل-لوګر پر عمومي سړک امنیتي تدابیر ډېر شوي


د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د کابل-لوګر د لويې لارې په اوږدو کې يې امنیتي تدابیر ډېر کړي او د دې لارې امنیت ښه شوی دی.

بل لوري ته د یادې لارې موټر چلوونکي او مسافرین که څه هم اوسمهال د لارې امنیت ښه بولي، خو زیاتوي، چې لا هم ستونزې شته.

د میدان وردکو د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال ایوب وردک مشال راډيو ته وویل، چې ځايي امنیتي ادارو د پرلپسې فعالیتونو او عملیاتو په پایله کې د کابل-لوګر د عمومي سړک امنیت ټېنګ کړی او اوس مسافر کولای شي، په ډاډه زړه تګ او راتګ وکړي.

ایوب وردک زیاته کړه:

((دلته موږ عملیات وکړل او د لارې په اوږدو کې مو څو پوستې جوړې کړې، د عملیاتو په لړ کې مو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، چې حتی جسدونه يې موږ د رسنیو سره شریک کړل، پس له هغې نه تهدیدات له منځه تللي او موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې مسافرین کولای شي، شپه او ورځ په ډاډه زړه تګ او راتګ وکړي.))

د روژې په میاشت کې د ټولنیزو رسنیو له لارې داسې انځورنه خپاره شول، چې وسلوال د کابل-لوګر عمومي سړک ته راوځي، د څو دقیقو لپاره لاره تړي او د ګاډو تلاشي اخلي.

د محمداغې ولسوالۍ امنیه قوماندان نثاراحمد امین زوی وايي، دوی پدې لاره پهرې او ګزمې دومره ډېرې کړي، چې سړک ته به بیا وسلوال راونوځي.

نثاراحمد امین زوی وايي:

((مقاماتو او ولسونو ته ډاډ ورکوم چې موږ د دښمن په مقابل کې خپلې پهرې، ګزمې او کمینونه زیات کړي دي، دوی به بیا دا جرئت ونلري، چې سړک ته راکوز شي، سړک بند کړي، یا چېک پاینټ واچوي او یا له موټر څوک راښکته کړي.))

د کابل-لوګر په لاره تیریدونکي مسافر او د ګاډو چلوونکي هم وايي، چې د دې سړک امنیت ډاډمن شوی او پوځي ادارې ورباندې شپه او ورځ ګزمې کوي.

دوی انديښنه لري، که پوځي ادارې شته امنیتي تدابیر ونه ساتي، نو سړک ته بیا هم وسلوال راوځي.

د مسافرو او موټر چلوونکو د انديښنو په ځواب کې د کابل-لوګر د لارې یو تن امنیتي مسوول سمونیار حیات الله وايي، چې دوی دا ځل د لارې په هغه ځایونو کې چې دایمي تهدیدونه په کې موجود وو، ثابتې امنیتي پوستې جوړې کړي او وسلوال نشي کولای چې بیا لارې ته راووځي.

سمونیار حیات الله زیاتوي:

((یو څو ورځې مخکې د دښمن له لوري لږ لږ تهدیدات وو، فعلاً چې موږ تاسو قرار لرو دا بورک ساحه ده، چې د کابل او لوګر عمومي لاره ده، دلته موږ شپه او ورځ د هېوادوالو په خدمت کې یو، دلته مو امنیتي پوسته جوړه کړې ده، مخکې که لږ امنیتي تهدیدات وو، ډاډ درکوو چې نور به تهدیدات نه وي، هر ځای چې دښمن سرپورته کړي موږ به يې وځپو.))

بل لوري ته د لوګر والي حلیم فدايي وايي، چې په یاد ولایت کې يې د امنیت د ټېنګولو، ښې حکومتوالۍ همدارنګه په ټولنیز وضعیت کې د مثبت بدلون په خاطر ځنې نوې ګمارنې او تبدیلی هم کړي دي.

حلیم فدايي وویل:

((په لوګر کې امنیتي وضعیت د بل هر وخت په نسبت د ښه کېدو په حال کې دی، د درېیو ولسوالیو ولسوالان مو تغیر او تبدیل کړل، تر څو هغوی د خپلو ملکي او پوځي ادارو تر منځ د امنیتي، ښې حکومتوالۍ، او انکشافي برخو کې ټول موجود قوتونه سره همغږي کړي.))

د لوګر ځینو امنیتي سرچینو ویلي، چې د کابل-لوګر په لاره کې يې د امنیت د ټېنګولو لپاره د پرلپسې سیارو ګزمو سربېره د امنیتي پوستو شمېر هم ۴۰ ته رسولی دی.

بل لوري ته په لوګر کې د ټولنیزو او سیاسي مسلو یو شمیر کتوونکي پدې اندي، چې یوازې د پوستو په جوړولو امنیت نه ټېنګیږي، بلکې امنیتي ادارې دې په لیرېو پرتو سیمو او کلیو کې د وسلوالو پټن ځایونه او مرکزونه تعقیب کړي.

XS
SM
MD
LG