افغان ولسمشر کابل ته د ورغلیو امریکايي سېنېټرانو هغه وړاندیز سره توافق کړی چې افغانستان او پاکستان به د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو پرضد ګډ عملیات کوي.
د سېنېټر جان مککېن په مشرۍ یوه پلاوي د سېشنبې ورځ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې اړه خبرې وکړې.
دې پلاوي تر دې مخکې په اسلاماباد کې له لوړپوړو پاکستانیو پوځي او ملکي چارواکیو سره وکتل.
د ولسمشر یو ویاند نجیبالله ازاد وايي، دې امریکايي سېنېټرانو افغان ولسمشر ته وویل چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ډيورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو ډلو پرضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی.
دې امریکايي سېنېټرانو همدارنګه ویلي چې امریکا به د دې عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابره کړي.
- د افغانستان او پاکستان تر منځ به دا ګډ عملیات څه ډول عملیات وي؟
په دې اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیبالله ازاد وايي:
"دا داسې ګډ عملیات دي چې که دوی «پاکستان» داسې معلومات ولري چې ګنې د ډیورند کرښې دې خوا دې ترهګر پټ وي چې تر اوسه داسې معلومات نه شته چې په افغانستان کې دې داسې پټنځایونه وي، موږ چمتو یوو چې د نړیوالو تر څار لاندې عملیات وکړو. همدارنګه په دې ګډو عملیاتو کې به موږ دوی ته د هغو وسلهوالو په اړه اسناد او معلومات سپارو چې په پاکستان کې پټنځایونه لري او د افغانستان د حکومت او یا خلکو خلاف جنګېږي. موږ یې په اړه پاکستان او هم متحده ایالاتو ته اسنادونه سپارو او دوی مکلف دي چې په وړاندې یې عملیات وکړي."
نجیبالله ازاد وویل، افغانستان پخوا هم دا غوښتنه کړې وه چې پاکستان دې د نړیوالو تر څارنې لاندې د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات وکړي او موږ هم تل دې ته چمتو یو چې د پاکستاني لوري د ادعاوو په اړه د نړیوالې تولنې تر څارنې لاندې اقدامات وکړو.
خو د ازاد په وینا پاکستاني لوری د یو درېمګړي تر څارنې لاندې د ترهګرو خلاف عملیاتو ته نه و چمتو.
- دا چې افغان استخباراتي ادارې وړتیا لري چې د کرښې هاغاړه د هغو وسلهوالو خوندي ځالې په کره توګه په ګوته کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي او په اړهیې کره معلومات پاکستان او امریکا سره شریک کړي؟
ازاد د افغانستان پر استخباراتي ادارو ډاډ څرګند کړ او و یې ویل، زموږ د استخباراتي ادارو کره معلومات د دې سبب شول چې امریکا، چین او اروپايي ټولنه پر دې قانع کړي چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې دي او فشارونه پرې زیات کړي چې په نتیجه کې یې هغوی د یو درېمګړي هېواد تر څارنې لاندې له د دا ډول ګډو عملیاتو سره موافقه وکړه.
- دا چې امریکا مخکې هم په سیمه کې پوځي شتون او یو ډول څارنه درلوده، د افغانستان او پاکستان پر دې ګډو عملیاتو به یې څارنه له پخواني شتون سره څه توپیر ولري او څه ډول څارنه به وي؟
په دې اړه لا ډېر جزئیات نه دي روښانه، خو د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال ازاد وايي، اوس د جګړې رهبري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې ده، نو د امریکا اوسنۍ څارنه به په افغانستان کې د امریکا له پخواني شتوالي سره توپیر ولري.
امریکايي سېنېټرانو پلاوي کابل ته تر تلو مخکې پاکستانيو چارواکو ته په څرګندو ټکو ویلي ول چې پر خاورهیې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د پټنځایونو موجودیت د منلو نه دی او باید چې په دې برخه کې خپل دریځ بدل کړي.
داسې ښکاري چې ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې د پاکستان پروړاندې سختدریځ خپل کړی دی.
د دې سناتورانو له ډلې لېنډسي ګراهام افغان چارواکو ته ویلي، د سیمې اوسنی وضعیت د منلو نه دی او که پاکستان تغییر وکړي نو مکافات به ورکړل شي خو که د ترهګرۍ پر وړاندې يې خپله پالېسي بدله نهکړه نو سزا به یې وویني.