د مشال مرکه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په خپرونه کې مو د پېښور پوهنتون د چاپېریال ساتنې د څانګې له پخواني مشر ډاکتر شفیق رحمان سره خبرې کړې دي.
دی وايي، په ملاکنډ او د پښتونخوا په نورو سیمو کې په بېدردۍ ځنګلونه وهل شوي چې له کبله یې ماحول ته تاوان رسي.
ډاکتر رحمان البته د حکومت ځېنې اقدامات ستايي هم چې د هغو له کبله د اب و هوا بدلون مخنیوی کېدای شي.
دی په ۲۰۱۵ز کال کې د پاریس د هغې موافقې په اړه هم غږېدلی چې د نړیوالې تودوښې درجې د لوړېدو مخنیوي لپاره د نړۍ ګڼو هېوادونو لاسلیک کړه.
له ډاکتر شفیق الرحمان سره پر دې موضوعاتو مفصلې خبرې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.