د هند د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر وېکرم مېسري د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي او ورسره یې له افغانستان سره د بشري مرستو، پرمختیايي چارو او دوه اړخیزه سوداګرۍ په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ اتمې تر لیدنې وروسته پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې دواړو مشرانو له افغانستان سره د نوي دلي د بشري مرستو جاج واخیست.
په بیان کې راغلي دي چې هند په افغانستان کې د پرمختیايي چارو اړتیا ته په پام پرېکړه کړې چې د بشري مرستو تر څنګ په "نېږدې راتلونکې کې" هلته پرمختیايي چارې هم پیل کړي.
په بیان کې راغلي چې متقي له افغانستان سره د هندي ملاتړ مننه وکړه.
بیان وايي، هند د طالبانو د حکومت په غوښتنه د روغتیا او هېواد ته د ستنو شویو کډوالو د ابادولو په برخه کې خپلې مرستې لا زیاتوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا هم ویلي دي چې مېسري او متقي د کرکټ په ترڅ کې "د همکاریو پر زیاتولو" هم خبرې وکړې ځکه چې د "افغانستان ځوان کهول" هغې لوبې "ته خورا زیات ارزښت ورکوي."
بیان زیاتوي چې دواړه مشران له افغانستان سره د بشري مرستو په ګډون د سوداګرۍ او کاروباري فعالیتونو د ملاتړ لپاره" د ایران "د چابهار بندر کارولو ته پر ودې کولو" هم "سلا" شول.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد هم ویلي دي چې له هندي چارواکي سره په ملاقات کې د طالبانو د سوداګرۍ او ټرانسپورټي چارو د وزارتونو مرستیالانو هم ګډون وکړ.
نوموړي پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر ته "ډاډ ورکړ چې له افغانستانه چا ته خطر نه شته" او له نوي دلي سره یې د "ډېپلوماټیکو اړیکو" د پراخولو هیله وښوده.
حافظ ضیا احمد په بیان کې زیاته کړې ده چې متقي د "سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند اسانتیاوو" د پیدا کولو هیله هم څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د طالبانو حکومت "د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې" له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخول غواړي.
په ۲۰۲۱ز کال کې چې طالبانو کابل ونیوه نو هند هلته خپل سفارت بند کړ خو له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په سفارت کې یوه تخنیکي ډله ساتلې چې وضعیت څاري او بشري مرستې همغږې کوي.
له دې پرته نوي دلي د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ چارې د طالبانو حکومت ته وسپارلې چې تر هغې وروسته طالبانو هلته خپل ناظم الامور (شارژدافېیر) وټاکه او د پاسپورټونو د وېش لړۍ یې هم پیل کړه.
د هند په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.