د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد او واشنګټن په اختلافاتو کې د چين رول؟


اسې فکر کېږي چې د ډونلډ ټرمپ څرګندونو پاکستان يو ډول تر فشار لاندې راوستی دی خو په عين حال کې چين د پاکستان دفاع کړې ده.

د سېشنبې په ورځ د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د تګلارې اعلانولو پروخت ډونلډ ټرمپ وويل، واشنګټن په اربونه ډالر پاکستان ته ورکوي خو اسلام اباد هم هغو ترهګرو ته پناه ځايونه ورکوي چې امريکا ورسره جګړه کوي.

نوموړي پاکستان ته خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې ترهګرو ته پناه ځایونه ورکول د زغملو وړ نه دي.

د تګلارې تر اعلان وروسته پاکستان غبرګون وښود او ویې ویل چې بايد د ترهګری ضد جګړې پر مهال د دې هېواد قربانياني و منل شي او داچې د ډونلډ ټرمپ څرګندونو ناهيله کړی دی.

ترهګرو ته پناه ځایونه ورکول د زغملو وړ نه دي. ډونلډ ټرمپ

په پاکستان، افغانستان او امريکا کې د تګلارې په مختلفو اړخونو بحث لا هم تود دی.

داسې فکر کېږي چې د ډونلډ ټرمپ څرګندونو پاکستان يو ډول تر فشار لاندې راوستی دی خو په عين حال کې چين د پاکستان دفاع کړې او لوړپوړي ډپلوماټ يانګ یچي د چارشنبې په ورځ د امريکا بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن سره په ټيلیفون خبرې کړې دي.

فرانس پريس خبري اژانس د چين بهرنيو چارو وزارت په حواله وايي چې چينايي ډپلوماټ ريکس ټېلرسن ته وويل چې بايد د پاکستان د ځمکني تماميت درناوی وشي او د دې هېواد جايزه امنيتي اندېښنې و منل شي.

ځينې کارپوهان د چين له لورې د پاکستان ملاتړ د اسلام اباد په ګټه بولي.

پخوانی سفارتکار اياز وزير وايي، داسې فکر کېدلی چې امريکا، افغانستان او هند به پاکستان په نړۍ او سيمه کې يوازي کړي خو د چين غبرګون و ښودله چې پاکستان يوازي شوی نه دی.

ده زياته کړه، چين د پاکستان تر شا ولاړ دی او د ده په فکر که پر اسلام اباد سخت وخت راغلی نو ښايي بيجنګ پر شا نه شي.

داسې فکر کېدلی چې امريکا، افغانستان او هند به ښايې پاکستان په نړۍ او سيمه کې يوازي کړي خو د چين غبرګون و ښودله چې اسلام اباد يوازي شوی نه دی. اياز وزير

چين په پاکستان کې د شاوخوا ۵۶ اربه ډالر پانګونه کړې ده.

ځينې کارپوهان فکر کوي چې د نورو سیمه ییزو سياسي لاملونو پرته يوه مهمه وجه دا ده چې بيجنګ نه غواړي د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې تر دې حده خرابي شي چې سرمايه ګزاري يې له ګواښ سره مخامخ شي.

خو د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر سرفراز بيا وايي، بايد پاکستان د بيجنګ په اوسني سفارتي ملاتړ زياته تکيه و نه کړي.

د نوموړي په وينا، هغه ته د چين له لورې د پاکستان دفاع سفارتي لفاظي ښکاري او په عمل کې به يې ښايي هغسې ملاتړ و نه کړي لکه چې اسلام اباد ورڅخه تمه کوي.

ډاکټر سرفراز د دې وجه دا يادوي، چين چې په کومه اندازه له هند او امريکا سره دوه اړخيزه تجارت کوي هغه يې د پاکستان او چين خپلمنځي تجارت په مقابل کې کم دی.

پاکستان بايد دترهګرۍ ضد جوړې شوې د خپلې ملي تګلارې له مخې د مشکوکو ترهګرو پرضد کاروايي وکړي او خپله خاوره د بل هېواد پرضد استعمالېدو ته پرېنږدي. ډاکټر سرفراز

د ده په خبره، هم دا وجه ده چې چين به په عمل کې د پاکستان ملاتړ و نه کړی شي.

ډاکټر سرفراز وړاندیز کوي چې پاکستان بايد دترهګرۍ ضد جوړې شوې د خپلې ملي تګلارې له مخې د مشکوکو ترهګرو پرضد کاروايي وکړي او خپله خاوره د بل هېواد پرضد استعمالېدو ته پرېنږدي.

د ده په وينا، اسلام اباد هم دغه شان نور هېوادونه وهڅوي چې خاوره يې د پاکستان پرضد و نه کارول شي.

XS
SM
MD
LG