د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې له میانمار سره تجارتي اړیکې ختمې کړي


د پاکستان سېنټ د بشري حقونو قايمه کمېټۍ د ګل په ماښام په سېڼټ کې د روهنجيا د مسلمانانو په وژنې او زياتيو مذمتي قرارد وړاندې کړو په کوم کې چې غوښتنه وشوه چې پاکستان دې د مينامار سره ټولې تجارتي اړيکې ختمې کړي.

تېر ماښام شوې دې غونډې په اړه د بشري حقونو د کمېټۍ مشرې او د متحده قامي موومنټ د سېنيټ غړې نسرين جليل مشال ريډيو ته ووېل چې پاکستان دې د ميانمار سره خپلې تجارتي معاهدې په خصوصي توګه پوځي سامان په اړه خبرې اترې ختمې کړي او په واضحه توګه دې خپل احتجاجي او مذمتي بيان ورکړي.

"په وقتي توګه چې له هغوی سره زموږ په تجارتې او نورو داسې څانګو په خصوصې توګه پوځي ساز وسامان څانګه کې چې کومې اړيکې دي دا دې په فوري توګه ختمې شي تر هغې تر څو چې په مسلمانانو تشدد او زياتې نه وي ختم۔ بل دا چې پاکستان همېش د مشکل او مصيبت په وخت کې نورو ملکونو ته د خوراک څښاک امداد لېږلې دی خو په دې معامله کې وروستو پاتې شو نو پاکستان ته د روهنجيا مسلمانانو امداد هم کول پکار دي."

کمېټۍ د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي نه هم غوښتنه کړې چې هغه دې راشي او سېنټ دې د روهنجيا د مسلمانانو په اړه د پاکستان د واضحه دريځ نه خبر کړي او دا معامله دې تر ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل رسولو کې هم کردار ولوبوي

د کمېټۍ يو بل غړي او د پاکستان مسلم ليګ نون سېنېټر نثار محمد ووېل چې په نړۍ کې او په پاکستان کې په ولسي کچه د روهنجيا مسلمانانو لپاره اواز اوچت کړی شوی دی خو د پاکستان حکومت واضحه موقف نه دی راغلی۔

د نوموړي په وېنا تجارتي اړيکې ختمولو په ميانمار حکومت د پاکستان لخوا يو لويې فشار اچولې شي.

"له موږ سره بله خو داسې څه طريقه شته نه چې د دې مخنیوی وکړو يا داوايو چې پوځ دې ولاړ شي او هلته دې کار وايي وکړي خو سفارتي تعلقاتو لپاره داسې لارې او طريقې استعمالېږي۔ټولو ملکونو په روهنجيا خپل خپل رد عمل وړاندې کړو نو موږ سره د درې عمل لپاره يو بهتره طريقه دا ده چې هغوي سره کومي زموږ دفاعي لوظنامې دي هغه دې بندې شي نو دا به زموږ لخوا هغوي ته يو پېغام وي۔او پکار هم داسې ده ځکه چې يو خوا داسې بې انتها ظلم کېږي او بل خوا خو موږ هغوي سره د جے ايف 17 جهازونو معاهدې کوو او مرستي کوو نو دا بيا د يو انسان او مسلمان په حېثيت مناسبه خبره نه ده.''

کمېټۍ دا هم غوښتنه کړې چې نړيوال هېوادونه دې د روهنجيا مسلمانانو خپلو سيمو ته بېرته تللو لپاره محفوظه ګامونه پورته کړي او نړيوال د بشري حقونو تنظيمونه دې د انسانيت خلاف کېدونکې مجرمانه کاروايانو مخ نيوې وکړي.

د سېنټ بشري حقونو کمېټۍ دا غوښتنه هم کړې چې هغوي ته دې ميانمار ته د تلو اجازه ورکړې شي چې د حالاتو جايزه واخلي او په نړيواله کچه د بشري حقونو لپاره د پاکستان واضحه موقف تر نړۍ ورسوي.

XS
SM
MD
LG