د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نور به په خېبر پښتونخوا کې د استادانو تبادلې نه کېږي'


د خېبر پښتونخوا لومړنۍ او دوېمنۍ زده کړو څانګې (الیمېنټري انډ سېکنډري اېجوکېشن)پر یوې داسې تګلارې کار کوي چې له یوې سیمې و بلې سیمې ته د استادانو استولو لړۍ ودروي او په خپلو سیمو کې د ښوونې بهیر جاري وساتي.

د زده کړو څانګې د تعلیمي خدمت قانون (تعليم محکمې د ايجوکيشن سروس اېکټ) تر نوې پاليسۍ لاندې به د نورو سیمو ښوونځيو ته د استادانو تبادلې ودرول شي او هم په يوه سکول کې به نوکري مکملوي.

د نوې تګلارې له مخې به د ښوونکیو ترقي د څارونکې کمېټۍ په سپارښتونو ورکول کېږي.

د تعلیم څانګې نوې پاليسۍ تر راتلو وروستو به په ۲۰۱۳ م کال کې د لنډمهاله ګمارل شویو۴۰،۰۰۰ استادانو نوکرۍ هم پخې [دایمي] کړل شي. نوی اېکټ به د ۱۹۷۳م کال د پاکستان عامه خدماتو قانون په بنياد جوړېږي.

د استادانو ځېنو تنظيمونو دغه حکومتي پرېکړه ستايلې او ځېنو نورو بیا اندېښنې ښودلې او د احتجاج دړکې یې ورکړي دي.

د خيبر پښتونخوا استادانو رابطې تنظيم مشر وهاب منصوري مشال راډيو ته وویل چې نوې پاليسي ښه نکتې هم لري خو تر ډېره پکې د استادانو د حقونو استحصال شوی دی.

د نوموړي په وینا که صوبايي حکومت او د تعليم محکمې د دوی تحفظات لیرې نه کړل نو د احتجاج لاره به خپلوي: ((په دې کې چې په خصوصي توګه کومې ښځې استادانې دي او د هغوی بل ځای کې ودونه وشي، له يوې سيمې و بلې سيمې ته يا له يوې ضلعې و بلې ضلعې ته، هم دا شان دا چا دشمنۍ او تربګنۍ شي نو د هغوی لپاره به ډېره ګرانه وي. نو موږ ورته وايو چې موږ له پکې داسې لاره راوباسي چې موږ په خپله خوښه د خپلې خوښې سکول ته تلی شو. موږ خو ورته وايو چې له موږ سره کېنئ، زموږ تحفظات واورئ. ځکه موږ نه غواړو چې د احتجاج لاره خپله وکړو.))

خو بل خوا د خيبر پښتونخوا ايلمنټري ايند سيکنډري محکمې ډایرېکټر رفيق خټک په جواب کې وویل چې نوې پاليسي د چا په زيان کې نه بلکې د استادانو او زده کونکيو په ګټه کې ده.

ده زياته کړه، چې پر کومه نکته اعتراضات او یا کمزورۍ وي نوپه ګډه او پر يوځای په ناسته به د هغې حل راوباسي.

(( په دې به مشورې کېږي بيا به صوبايي کابېنې ته ځي کابېنه کې به پرې بحث کېږي نو چې دا کومه مسوده ده، په دې کې به دوی هم سرکاري ملازمين ګڼل کېږي، نه يې پېنشن ختمېږي، نه بل څه. دا ټولې کومې غلط فهمۍ چې رامخې ته شوي دې په سوشل مېډيا اصل مسوده داسې نه ده. خو ايکټ به د ټولول لپاره وي او داسې نه ده چې کوم کس د کرک وي هغه به هم په پېښور کې ريټایرېږي. د دوی لپاره به په دوو کالو کې داسې بندو بست کوو چې دغه استادان هم په خپلو سيمو کې پاته شي.))

د پاليسۍ مسودې تر مخه استادانو ته به هله د شپېته کالو په عمر پوره کېدو پنشن ورکول کېږي چې شل کاله يې نوکري کړي وي.

که يو خوا د استادانو ځينو ډلو د پاليسۍ مخالفت کړي وو نو ځينو ستايلې هم ده.

په دې لړ کې د پېښور پرايمري ټيچر اسوسييېشن یو مشر عزيز الله وايي چې په راتلونکې پاليسۍ کې به د پرايمري سکولونو استادانو ته په ۱۷ ګرېډ کې ترقي ورکړل شي اوتنخګانې به یې زياتې شي.

((لکه زه د پرايمري یو استاد يم. خو زه وايم چې زما ترقي وشي او زه په بله عهده ولاړ شم، چې زما ګريډ اوچت شي ماته تنخاه زياته مېلاويږي،ماته نور مراعات مېلاو شي نو چې دا هر څه ماته په پرايمري کې مېلاوېږي نو زما ټوله توجو به زما په خپل پرايمري سکول وي. او پرايمري تعليم به مخ په وړاندې ځي او تعليمي شرح به زياته شي.د دې پاليسۍ فايده نيم په نيمه زدو کونکيو ته هم ده ځکه چې داسې به يو استاد بل ځای ته نه ځي او تل به له زده کونکيو سره وي.))

د الیمېنټري انډ سېکنډري ايجوکيشن محکمې تر مخه دا وخت د صوبې په سکولونو کې نېږدې يو لک ۴۳ زرو استادان دې چې پکې نېږدې تر ۹۳ زرو پورې نارینه او ۵۱زره یې ښځينه دي.

صوبايي حکومت د بل مسوده تياره کړې دهچې د صوبايي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې وړاندې کېږي.

XS
SM
MD
LG