د خېبر پښتونخوا حکومت به د صحت محکمې د خېرښيګړې محکمې په مرسته د صحت انصاف پروګرام د سېوري لاندې د صوبې ټولو نرښځيانو ته سالانه د پينځه لکو روپو پورې د علاج سهولتونه ورکوي.
د صحت انصاف پروګرام مشر ډاکټر رياض تنولي مشال رېډيو ته ووېل چې نرښځيانو او د خېرښيګړې د محکمې لخوا سپارښتونه راغلي وو کوم به چې اوس عملي شي او د نور ولس په شان نر ښځيانو ته به هم په دې کارډ د صوبې په بنيادې صحت مرکزونو، سرکاري او شخصي اسپتالونو کې علاج ورکړل کېږي.
د ده په وېنا چې د سوشل ويلفئر ډيپارټمنټ يا د خير ښيګړې صوبايي محکمې له خوا د نرښځيانو شمېره راتلو پس به د روان کال اخره پورې دا کارډونه جوړ کړې شي.
((دا دوي دا علاج به دوه قسمه وي يو سيکنډري (لومرې درجې) وي کوم به چې دوي ته د دوي په ضلعو کې موجود اسپتالونو او صحت نورو مرکزونو کې ورکړې کېږي لکه اپريشنونه وغېړه بيا بل دا چې کوم مرضونو علاج په دغه ضلعو کې ممکنه نه وي او دوي د پېښور نور لويې اسپتالونو لکه (خېبر ټيچنګ اسپتال،حيات اباد مېديکل کمپليکس،لېدې ريډنګ اسپتال) يا نور لوئې شخصي اسپتالونه نو دلته به بيا د دوي علاج کېږي.))
په خېبرپښتونخوا کې نرښځيانو ته يو شمېر مسلې لکه روزګار،تحفظ،د دوي سرشمېرنه او د علاج مسلې رامخې ته وې او نرښځيانو او د دوي د حقونو لپاره کار کوونکيو ادارو او مدني ټولنو په بيا بيا د حکومت نه د دوي د حقونو غوښتنو لپاره احتجاجونه هم کړي دي.
د حکومت دا پرېکړه نرښځيانو ستايلې ده او د خېبرپښتونخوا د نرښځيانو مشره فرزانه وايي چې په دې فېصله راتلو کې ډير وخت ولګېدو خو بيا هم د هغوي لپاره د خوشالۍ خبره ده.
د نوموړي په وېنا چې د دې سهولت نه به په خصوصي توګه هاغه نرښځيانو ته اسانۍ پېدا شې کوم د ډېر عمر دي، کورنۍ او يا کوم روزګار نه لري.
(( دا فېصله خو ډېره ښه شوې ده ځکه چې ۲۰۰۹ نه چې موږ دې لپاره کومې هلې ځلې کړې وې هغې څه ګټي تر لاسه شوي خو د دې سهولت نه به هاغه نر ښځيانو ته ګټې تر لاسه کېږي کوم چې زيات عمره دي او هګوي ځان له څه کړي نه دي او نه ورسره څه شته او نه اوس همت لري چې کار روزګار وکړي نو هغوي به په دې د ځان مفت علاج کولې شي.))
نرښځيانو د حکومت نه دا غوښتنه هم کړي چې دوي په سر شمېرنه کې د شاملولو او د ويړيا علاج په شان که دوي ته روزګار او په اسپتالونو کې ځان له وارډونه ورکړي شي نو د دوي ژوند به نور هم آسان شي او تحفظ به ورته تر لاسه شي.
د پاکستان د سر شمېرنې ادارې تر مخه دسر شمېرنې عبورې رپورټ کې د نرښځيانو شمېره لس زره 418 ده.چې پکې خيبرپښتونخوا کې يواځې ۹۱۳ نرښځيان شامل دي.
په خېبرپښتونخوا کې د صحت انصاف پروګرام لاندې دا وخت تر 15 لکو غريبو خلکو ته د علاج مفت سهولتونه ورکول کېږي.