د قبایلي سیمو ځنې پارلیمان استازي سره د نورو سیاسي ګوندونو د غړیو نن [جمعه] په دویمه ورځ هم په پارلیمان د ودانۍ مخې ته په احتجاج دي او له حکومته يې غوښتنه ده چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړي او ایف سي ار دې په سمدستي توګه ختم کړل شي، دوی ګیله کوي چې د زیارت او جمعې په دې دوو ورځو کې ورسره هېڅ یوه حکومتي وزیر یا چارواکي رابطه نه ده کړې.
په دې اړه د خیبرایجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل مشال راډیو ته وویل چې حکومت په فاټا اصلاحاتو کې سنجیده نه دی، ګنې تر اوسه به يې له دوی سره رابطه کړې وه.
د فاټا ځېنې پارلېماني غړي پر احتجاج دي
د دوی پر خبره چې د روانې میاشتې په نهمه نېټه به دوی اسلام آباد کې دهرنا شورو کوي او تر هغه به پر احتجاج وي تر څو چې حکومت يې غوښتنې نه وي منلې د نوموړي په خبره دوی د زیارت له ورځې راهیسې دلته ناست دي خو یو حکومتي چارواکی ورته رانغلو چې معنا يې دا شوه چې دا واکداران قبایل پاکستاني ګڼي نه ځکه که دا چرته کوم بلوڅ ،پنجابی یا یو سیندی ناست وی نو اوس به ورله وزیراعظم او نور وزیران راغلي وو.
د مومندو ایجنسۍ څخه پخوانی سېنېټر حاجي عبدالرحمان وویل باید چې اوس حکومت قبایلو ته خپل حقونه ورکړي او ژر ترژره يې په خېبرپښتونخوا ورګډ کړي د ده په خبره قبایلوتل پاکستان له قربانۍ ورکړي خو په بدل کې يې قبایل شاته پاتې کړی شوي.
د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي یو مشر عنایت الرحمان مشال راډیو ته وویل چې په ګرده نړۍ کې د فاټا په رنګ قانون نه شته.
د ده پر خبره اوس د فاټا ولس له دې تیارو ځان راوباسل غواړي نو باید چې ژر تر ژره له قبایلو ایف سي ار ختم کړي شي او دوی په خېبر پښتونخوا کې ورګډ کړل شي او د پاکستان په رنګ قانون قبایلو ته هم وغځول شي.
مشال راډيو چې د شمالي وزیرستان نه د حکومتي ګوند پاکستان مسلم لیګ ن غړي محمد نذیر نه په دې اړه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې حکومت غواړي چې فاټا اصلاحات عملي شي خو د قبایلو استازي په خپلو کې په اتفاق نه دي.
د دې ترڅنګ د د ستمبر په اتمه نېټه د فاټا اصلاحاتو په اړه غونډه کې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد ته امر کړی وو چې د قبایلي سیمو په قامي بهیر کې شاملولو لپاره دې قانون سازي وکړي.
د کومې روستو چې په ۱۵ مه نېټه نوموړي فاټا اصلاحاتي بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړو خو د اسمبلۍ د کورم د کمي لوجې پرې بحث و نه شو.
یاده دې وي چې په فاټا اصلاحاتو لړ کې د قبایلي استازو او د مشرانو دوه نظرونه دي یوه ډله ځانله صوبه غواړي او بله ډله وايي په خېرپښتونخوا دې ورګډ کړي.