د ارمي پبلک اسکول شهداء فورم د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان خلاف په پېښور های کورټ کې درخواست جمع کړی وو.
د ارمي پبلک سکول وژل شویو ماشومانو د خپلو خپلوانو لخوا جوړکړل تنظيم شهدا فورم لخوا په درخواست کې ويل شوي وو چې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي تېر وياند احسان الله احسان پر ارمي پبلیک سکول د حملې زمه وارې منلې وه او د نورو حملو دړکې یې هم ورکړې وې نو بايد پر هغه دې تر پوځي عدالتونو لاندې مقدمه وچلول شي او له سخته نه سخته سزا دې ورکړل شي.
د نهې په ورځ د کېس اورېدنې په اړه د ای پي اېس شهدا فورم غړي او د يو وژل شوي زده کونکي پلار اېډوکېټ اجون خان مشال ريډيو ته وویل، (زموږ دلیل دا دی چې دوی خو د ناقانونه ډلې ټي ټي پي تېر وياند احسان الله احسان د ډېر زیات د مشهور شخصیت پروټوکول (تود هرکلی) ورکړی وو. د همدغې خبرې ځواب د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتل شوی دی. زموږ دا غوښتنه ده، احسان الله احسان باندې دې مقدمه دارمي سکول د شهیدانو د میندو پلرونو تر مخ وچلول شي. ځکه چې په دې سره به دغه میندې پلرونو ته تسلي وشي او د زړونو قهر به یې پرې ووځي.)
په در خواست کې وفاقي او د خېبر پښتونخوا حکومتونه،دفاع وزارت،انساني حقونو او قانون او انصاف وزارتونه،د پارليماني امورو وزارت، جنرل هېډ کوارټر او د ایي اېس ایې مشر فريق ګرځولې شوي دي.
د اې پي اېس شهدا فورم يو بل غړي او د يو وژل شوي زده کونکي پلار طاهر خان وايي چې د ملزم د اعتراف کولو پس حکومت ته نور انتظار نه دی کول پکار، بلکې د ناقانونه ډلې وياند ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.
واضحه دې وي چې د پاکستان ناقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان د اپرېل مياشت کې ځان د پاکستان پوځ ته حواله کړی وو او د خپلو جرمونو اعتراف يې هم کړی دی.
د اې پي اېس شهدا فورم يو بل غړي او د يو وژل شوي زده کونکي پلار طاهر خان وايي چې د ملزم د اعتراف کولو پس حکومت ته نور انتظار نه دی کول پکار، بلکې د ناقانونه ډلې وياند ته دې د مرګ سزا ورکړل شي. ده وویل چې د انصاف غوښتلو لپاره د نومبر پر شپږمه اسلام اباد ته ځي او هلته به تر هغو پرلت یا درنا کوي چې انصاف ورته نه وي ملاو شوی.
د کال ۲۰۱۴ په شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو ډلو لخوا حمله شوې وه چې پکې د سکول ماشومانو او عملې پشمول تر يو نيم سلو پورې کسان وژل شوي وو.