د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلان کېمپ وزیرستانیو کډوالو د نقیب مسود د وژنې خلاف لاریون وکړ


د جمعې په ورځ په ګلان کېمپ کې سلګونو وزیرستانیو کډوالو د یو سوله ییز لاریون له لارې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یو قبایلي ځوان نقیب مسود وژل وغندل او د پاکستان له حکومت څخه يې وغوښتل چې د هغه پر وژنی تورن د کراچۍ د پولیسو پخوانی چارواکی راو انوار دې محکمې ته راکش کړي.

د لاریون ویناوالو ویل چې په پاکستان کې د سیند او پنجاب د حکومتونو لخواد پښتنو پر وړاندې منظم سازش روان دی او یوازې په ۲۰۱۴ کال خواوشا پنځه سوه مسود ځوانان د نقیب په شان د پلان شویو توطیو قرباني شوي دي.

یو تن وزیرستاني کډوال ډاکټر حیات مسود په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه، چې په پاکستان کې دې د پښتنو پر وړاندې ظلم ختم شي او د سیندحکومت دې د نقیب په وژنهتورن پولیس چارواکي انوار ونیسي.

ده وویل:

((موږ د پنجاب پر حکومت غږ کوو، د سیند پر حکومت غږ کوو چې دا څومره ظلم دې چې د پښتنو سره وکړ، قبایل دې در په در کړل، نور دا ظلم بند کړه، د سیند پر حکومت غږ کوو، چې دا انور ونیسه، یوازې په ۲۰۱۴ کال کې يې پنځه سوه مسود قتل کړي دي، نور قبایل خو پرې د پاسه دي.))

​ډاکټر حیات مسود پر نړیوالې ټولنې او بشري سازمانونو هم غږ وکړ، چې د پيښتو پر وړاندې روان حالت ته دې چوپه خوله نه پاتې کیږي.

حیات مسود زیاته کړه:

((موږ پر اقوام متحده غږ کوو چې ته ویده يې، ته د چا لپاره کار کوې، او د انساني حقوقو علمبردارو بنسټونو تاسو چیرې يئ چې یو بې ګناه کس چې په سوشیل میډیا باندې يې ټول عالم پيژني، هغه په داسې بې دردۍ سره قتل کیږي، ده انصاف تر لاسه نکړ، که ستا پدې غیر اسلامي قانون محکوم شوی وای، نو بیا به هم موږ مطمین وای، خو پښتون ولس ته یو پیغام ورکوم چې نور به همیشه لپاره د ظلم پر وړاندې د پښتون غږ اوچت وي.))

ملک شیر عزیز داوړ وویل دلته چې کوم وزیرستاني مهاجریناوسیږي، که هغه وزیر دي، که داوړ دي، مده خيل دي، خدر خېل دي، که محسود دي، دوی ټول په ګډه غوښتنه کوي، چې د نقیب کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.

دی زیاتوي، که حکومت د پولیسو یو تن پخوانی مشر انور د عدالت کټارې ته حاضر نکړي، نو دوی به په غرونو ورواوي او اسلام اباد ته به ځانونه ورسوي او هغه نقیب مسود ته به حق غوښتنه وکړي.

ملک شیرعزیز وویل، موږ پر نړیوالو غږ کوو چې پښتنو ته دې انصاف ورکړل شي او انساني حقوق دې پر ځای شي.

ملک حبیب خان مده خېل هم نقیب مسود ته د انصاف غوښتنه وکړه:

((موږ د نقیب کورنۍ ته د شهادت مبارکي ورکوو، کورنۍ ته يې موږ انصاف غواړو، موږ په سر سترګو ګورو چې په پښتنو څومره سخت ظلم روان دی، لکه دا پرون چې نقیب سره وشو، زما پوښتنه له حکومت نه داده چې دا عدالتونه مو څه لپاره جوړ کړي دي، یو پولیس پورته کیږي او داسې ظلم کوي.))

​دا په داسې حال کې ده، چې د سیند حکومت لخوا د قضیې د پلټنې لپاره د ګمارل شوي پلاوي مشر ډاکټر ثناالله عباسي هم رسنیو سره په خبرو کې نقیب مسود بې ګناه بللی دی.

نقیب مسود د جنورۍ پر ۳مه تښتول شوی وو او بیا یې مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې وموندل شو.

راو انور تور پورې کړی چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلود او پولیسو سره په وسلواله تښته کې وژل شوی، خو وروسته د سیند پولیسو په خپلو پلټنو کې د هغه ادعاوې ناسمې وبللې.

XS
SM
MD
LG