د پاکستان بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان ويلي چې په تېرو شاوخوا څلور کلونو کې په کراچۍ کې ۱۳ سوه ۷۹ کسان ماورا عدالت وژل شوي دي.
په کراچۍ د پوليسو له خوا د نقيب مسود تر وژنې وروسته په دې ښار کې د ماورا عدالت وژنو پر موضوع بحثونه تاود شوي دي.
نقيب مسود د جنورۍ پر ۳م پوليسو په ساده جامو کې له ځان سره بيولی وو چې وروسته يې د جنورۍ پر ۱۷ م کورنۍ ته مړۍ ور وسپارل شو.
په ۲۰۱۴م کال کې ځکه د پوليسو له خوا زيات کسان وژل شوي ول چې هغه وخت کراچۍ ته وسله وال طالبان په لوی شمېر کې ورغلي ول. اسد اقبال بټ
دکراچۍ د ملېر ايس ايس پي راو انور ويلي ول چې نقيب مسود (ترهګر) وو او تړاو يې له تحريک طالبان سره وو.
خو د سيند حکومت د پېښې پلټنې لپاره کمېټۍ جوړه کړه چې هغې په خپل رپورټ کې نقيب مسود بې ګناه ورګرځولی او د هغه وژنه يې (جعلي پوليس) مقابله و بلله.
کمېټۍ مسيول پوليس افسر راو انور له کاره ګوښه کړ اوپرضد يې مقدمه درج کړه.
د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د سيند څانګې مشر اسد اقبال بټ وايي چې د پوليسو له خوا زياتې وژنې په ۲۰۱۴م کال کې شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په ۲۰۱۴ کې ۵۹۲، په ۲۰۱۵م کال کې ۳۴۴، په ۲۰۱۶م کال کې ۲۴۶ او د ۲۰۱۷م کال تر سپټمبر مياشتې پورې ۱۹۷ کسان ماورا عدالت يا عدالت ته د حاضرولو پرته وژل شوي دي.
ښاغلي بټ زياته کړه چې دوی دا شمېره په ورځپاڼو کې د خپرو شويو رپورټونو او د خپلو ځايې استاذيو د مالوماتو پر اساس راغونډې کړې دي.
که د بشري حقونو د سازمان له خوا د ورکړل شويو شمېرو جاج واخيستل شي نو جوتېږي چې له ۲۰۱۴م کال وروسته ماورا عدالت وژنې کمې شوې دي.
اسد اقبال بټ وايی چې په ۲۰۱۴م کال کې ځکه د پوليسو له خوا زيات کسان وژل شوي ول چې هغه وخت کراچۍ ته وسله وال طالبان په لوی شمېر کې ورغلي ول.
خو دده په وينا کله چې زياتره طالبان يا خو ووژل شول يا و نيول شو نو ماورا عدالت وژنې په کمېدو شوې.
نقيب مسود له هنر سره مينه کوله اوڅوک چې له هنر او فن سره مينه کوي هغه ترهګر نه شي کېدلای. اسد اقبال بټ
خو ده تور پورې کړ چې اوسمهال سیندي، بلوڅ او نور سياسي فعالانو ماورا عدالت وژل کېږي.
دده په وينا ددې ترڅنګ د مځکو د قبضو په قضيه کې هم ماوراعدالت وژنې کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د ماورا عدالت وژنو په اړه به پخوا هم خبرې کېدلې خو د نقيب مسود تر وژل کېدو وروسته پوليس په خپله کړې ادعا کې يو ډول بربنډ شو.
دده په وينا، پخوا چې به کله پوليسو دا ادعا وکړه چې يو کس يې په پلانکي جرم کې د ډزو په تبادله کې و وژلی نو د خلکو په ذهنون کې به شک او پوښتنې راپيدا شوې چې ددې کس جرم به څه وي او څنګه به يې کړی وي.؟
خو دده په خبره د نقيب مسود تر وژنې وروسته پوليس په خپله ادعا کې غلط ثابت شو.
ده زياته کړه،
((جنايتکار يا ترهګر له خلکو پټ او ګوښه ګرځي او د ځان شناخت نه په ډاګه کوي خو نقيب مسود هنري ذوق درلود او له هنره سره يې مينه کوله، هغه په ټولنيزو رسنيو کې فعاله وو او غوښتل يې ځان په خلکو وپېژني نو زما په فکر داسې يو کس چې له هنره او فن سره مينه کوي هغه ترهګر نه شي کېدلای.))