د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت ضد اقدامات کړي


پراګ - پاکستان حکومت د تربنديز لاندې ډلو جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن خلاف ګامونه پورته کړي.

د حکومتي ګوند وياند صديق الفاروق مشال راډيو ته وويل چې د شورو يا چهارشنبې پر ورځ يې حکومت د جماعت الدعوه د دیني مدرسو اوطبي مرکزونو په خپل کنټرول کې اخيستل پېل کړل:

((دوی چې ادارې جوړې کړې وې، لکه تعلیمي وغیره، هغه حکومت په خپل کنټرول کې اخیستې دي. حکومت د دوی پر بانکي حسابونو یا اکاونټونو هم بندیز لګولی. دوی به چې د خیر ښېګړې کارونه کول، هغه یې هم ختم کړل او چې د قربانۍ د څارویو څرمنې به یې ټولولې، پر هغې یې هم بندیز ولګاوه.))

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د مالي بدعنوانیو د څار یوې ادارې ته خواست کړی دی چې پاکستان په هغه فهرست کې شامل کړي چې پکې د ترهګرو د مالي مرسته کوونکو هېوادونو څار کېږي.

رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې ځان په هغه فهرست کې د شاملیدو نه خوندي وساتي چې د فنانشل ایکشن ټاسک فورس په نوم نړیوالې ادارې له خوا جوړ شوې دی.په دې فهرست کې هغه هېوادونه ګډون لري چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنیوي په لړ کې ناکامه دي. تمه ده چې د يادې ادارې د غړیو هېوادونو غونډه راروانه اوونۍ په پیرس کې وشي.

د پاکستان حکومتي ګوند وياند صديق الفاروق هم دا خبره مني چې د نړيوال فشار له کبله يې په جماعت دعوا او فلاح انسانيت فاونډيشن بنديز لګولی. خو نوموړی دا هم وايي چې پر دې خيريه ادارو يې تر دې دمه ځکه بنديز نه شو لګولی چې دې ادارو ته د هيواد دننه د يوشمير خلکو ملاتړ ترلاسه وو او ډېرې خلکوورسره خواخوږي درلوده:

(( زموږ حکومت د دې خبرې په ثبوت ته رسولو کې بریالی شوی دی چې هغه ډلې چې په نړیواله توګه تر بندیز لاندې دي، پر هغوی به بندیزونه لګوي. نو ځکه موږ د حافظ سعید] ادارې هم په خپل واک کې اخیستې دي او بل د خدای شکر دی چې په ولس کې چې یې پخوا څه نا څه ملاتړ لاره، هغه هم اوس نه لري))

خو د پاکستاني پوځ پخوانی لفټېننټ جنرل طلعت مسعود بيا وايي دا خېريه ادارې چې په کشمير کې د جنګيدونکې وسلوالې لشکرې طيبه ډلې څانګې دي ، د دې لپاره پرې بنديز لګول ګران وو چې د ده په خبره دا په کشمير کې د هندوستان د جارحيت پر وړاندې مزاحمت کې مرسته کوي:

((څنګه چې په کشمير کې هندوستان ظلمونه کوي نو هغه د پاکستان پاليسۍ متاثره کوي نو ښکاره خبره ده چې پاکستان نه غواړي چې هندوستان په کشمير کې ظلمونه وکړي او بيا چې د دې پرضد کوم مزاحمت دی نو پکار ده چې نړۍ هغه هم وويني چې دا ولې رامنځته شوی او دا ډلې بيا ولې دومره زورورې شوې نو دا د هندوستان د غلطو پاليسيو له وجې. البته اوس د پاکستان کوشش دی چې مسلې د سياسي لارو هوارې کړي او دا يوښه ګام دی))

امريکا جماعت دعوا او فلاح انسانيت فاونډېشن د ترهګرې ګرځول شوې ډلې لشکرې طيبه ترهګرې څانګې ګرځولي. دا ډله چې په ۱۹۸۷ کې حافظ سعيد جوړه کړې امريکا او هندوستان يې د ممبۍ بريدونو لپاره تورنوي خو حافظ سعيد بيا په وار وار دغه تورنه رد کړي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکي ، د حافظ سعيد پراخه نېټورک چې پکې۳۰۰ مدرسې، سکولونه، اسپتالونه، يوه خپرندويه ټولنه او د ايمبولينس سروسز شامل دي د امريکا لپاره د خاص انديښنې وړ دي. د سيمه ييزو چارو پو افراسياب خټک وايي دا ادارې د خيريه کارونو په نوم د وسلوالو ډلو لپاره وسلوال برتي کوي:

((دوی د خلکو د برتي کولو یا ګمارلو لپاره دا هرڅه کوي. دوی دا خيريه کارونه د دې لپاره نه کوي چې له خلکو سره مرسته وشي بلکې د دې د لارې دوی د خپلو وسلوالو تنظيمونو يا سختدريځه ډلو لپاره کسان لټوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د پاکستان د قانون او انصاف وزارت اعلان وکړ چې ولسمشر ممنون حسین د یو ارډیننس د لارې د ترهګرۍ پر ضد د ۱۹۹۷ز کال په قانون کې بدلون کړی دی.

د دې ارډیننس د لاندې به ټولې هغه وسله والې ډلې د بندیز لاندي راځي چې د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل ورباندې بندیزونه عملي کړي دي.

XS
SM
MD
LG