د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا افضل: پاکستان د مالي چارو څار لېسټ کې نه دی شامل


د پاکستان د خزانې وزیر مملکت رانا محمد افضل وايي، د رسنیو هغه رپوټونه ناسم دي چې ګواکې فایناشل ایکشن ټاسک فورس نومي ادارې پرېکړه کړېده چې پاکستان په څار لیسټ کې شامل کړی.

رانا محمد افضل دا خبره د شنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وکړه او ویې ویل چې فایناشل ایکشن ټاسک فورس ورته درې میاشتې وخت ورکړی دی او پاکستان به په دې موده کې یادې ادارې ته اطمینان ورکړي.

ده وویل:

((موږ ته د فایناشل ایکشن ټاسک فورس لخوا هیڅ هم په لیکلې بڼه نه دي ترلاسه شوي، په جون کې پاکستان ته د بیا کتنې ټول خبرونه موږ ته د میډیا له لارې رسېږي.))

رانا محمد افضل زیاته کړه:

((موږ چې دې ادارې ته په خپله دفاع کې کوم رپوټونه ورکړي وو، د امریکا او د نورو هېوادونو د هڅو باوجود هم یادې ادارې پاکستان په لیسټ کې شاملول وځنډول.))

رانا محمد افضل زیاته کړه چې پاکستان په هر حال کې له فایناشل ایکشن ټاسک فورس ادارې سره همکاري کول غواړي.

خو رویټرز خبري اژانس د یو پاکستاني چارواکي په حواله لیکلي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ او تورو پیسو سپینولو ضد ادارې یا فایناشل ایکشن ټاسک فورس پریکړه کړې ده چې د روان کال په جون میاشت کې د راتلونکي غونډې پرمهال به پاکستان د هغو هېوادونو څارلېسټ ته اچوي چې پر ترهګرو د مالي سرچینو بندولو لپاره کافي ګامونه نه اخلي.

اژانس لیکي چې په دې ورستیو کې امریکا د فایناشل ایکشن ټاسک فورس له غړیو هېوادونو غوښتنه کوله چې پاکستان دې د مشکوکو هېوادونو یا ګرې لیسټ کې شامل کړي.

خو رانا محمد افضل وايي، د ترهګرۍ ضد مبارزه د ټولو هېوادونو شریکه ده نو باید چې امریکا پر برتانیا او جرمني فشار راوړلو پر ځای دې برخه کې له پاکستان سره خبرې کړې وای.

نوموړي زیاته کړه چې که چیرته د ترهګرو ډلو ملاتړ او تورو پیسو سپینولو ضد ادارې ورته قابل عمل معلومات ورکړي نو هېواد به یې په دریو میاشتو کې دننه پر هغې هم کار وکړي.

ده وویل:

((امریکا د یو خط له لارې له برتانیا غوښتنه وکړه چې د پاکستان په اړه د غور وشي، بیا یې په دې کې جرمني او فرانس هم شامل کړل. امریکا دا ټولې خبرې له پاکستان سره هم کولای شوې چې موږ ته داسې معالومات ترلاسه شوي دي او ستاسو د خبرو نه مطمینه نه یو او دا سمې کړی.))

د ده په وینا، که پاکستان له ترهګرو سره مرستې کوي نو بیا خو ترهګر پاکستان ته هم زیان رسولې شي. پر ځای د دې چې له نورو ادارو او هېوادونو سره خبرې کیږي، باید موږ ته دې قابل عمل استخبارات راکړي او که موږ پرې کار ونکړ نو راته دې ووایي چې تاسو دا کار ونکړ.

یو پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، رویټرز ته ویلي، د فایناشل ایکشن ټاسک فورس په لیسټ کې د پاکستان شاملولو دا پریکړه د هغه هېواد اقتصاد او له امریکا سره اړیکو ته زیان رسولای شي.

خو پوښتنه دا ده چې په یاد لیسټ کې د پاکستان شاملول به په رښتیا هم د هغه هېواد اقتصاد او له نورو هېوادونو سره اړیکې زیانمنې کړې او که نه؟

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي په دې اړه وايي:

(( د پاکستان له امریکا او برتانیا سره له وړاندې اړیکې خرابې دي نو ځکه هم هغوی دا ګام پورته کړ چې د مشکوکو هېوادونو په لیسټ کې دې د پاکستان نوم واچول شي. که د پاکستان نوم د مشکوکو هېوادونو په فهرست کې راغی نو نړیواله مالیاتي اداره، نړیوال بانک، ایشیا ډیویلپمنټ بانک او دغسې نورې ادارې به پاکستان ته قرضې ورکول بندې کړي ځکه چې که دې کار ته یې دوام ورکړ د پاکستان له وجې به پر دې بینکونو او ادارو هم بندېزونه لګول کیدای شي.))

اکرام هوتي وویل چې بل به په پاکستان کې د بهرنیو کرنسیو / پیسو کمي راشي او بیا به دا هېواد د درامداتو پیسي نشې ورکولای. د دې ترڅنګ د پاکستان په دې فهرست کې اچولو سره به دې هېواد ته د ټیکنالوژۍ او سرمایه کارۍ راتلل بند شي او هغه هېواد به پرمختیا نشي کولای.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د فرورۍ پر ۲۰مه پر خپل ټویټر وویل، د فایناشل ایکشن ټاسک فورس څار لېسټ ته د پاکستان اچول د دریو میاشتو پورې ځنډول شوي دي او دې لړ کې له ملګرو هېوادونو مننه کوي.

XS
SM
MD
LG