د پاکستان سوپر ليګ شل اوريزه سياليو پايلوبه اسلام اباد یونایټېډ وګټله او د ۲۰۱۸ کال د سوپر ليګ جام يې په خپل نوم کړو. د سوپر ليګ پایلوبه بيګا په کراچۍ نېشنل لوبغالي کې وشوه چې پکې اسلام اباد يونایټېډ د پېښور زلمې ته په درېو وکټو ماتې ورکړه.
پېښور زلمي شېرخط وګټولو او لومړی یې د بيټنګ کولو فيصله وکړه.
د زلمې لوبډلې لومړی لوبغاړی په ۱۲ رنزونو اوټ شو. د پېښور زلمي سي جي جورډن تر ټولو زيات۳۶ رنزونه جوړ کړل.
همدغه شان ايل ای ډاوسن ۳۳ او وهاب رياض ۲۸ رنزونه جوړ کړل. زلمي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان ۱۴۸ رنزونه جوړ کړل. د اسلام اباد يوناېټيډ بالر شاداب خان 3، حسين طلعت ۲، ټاټيل ۲ او محمد سميع يوه لوبغاړی اوټ کړو.
په ځواب کې اسلام اباد یونایټېډ تنده لوبه شورو کړه او لومړي لوبغاړي ايل رونچي ۵۲ رنزونه جوړ کړل. د اسلام اباد يونایټېډ دوهم اوپنر صاحبزاده فرحان ۴۴ رنزونو جوړولو وروسته اوټ شو.
خو د اسلام اباد یونایټېډ لوبغاړي اصف علي د لوبي په ۱۵ اوور کې دري چکې ووهلي او خپله لوبډله يې ګټي ته نزدې کړه. د پاکستان سوپر ليګ درې ټورنامنټه شوي دي او دا دوهم ځل دی چې اسلام اباد يونایټېډ یې ګټي.
د لوبې مخکې د سندرو يوه دستوره هم وشوه. د لوبې کتو لپاره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، د سیند وزيراعلي مراد علي شاه، د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم ورغلي ول.