د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف حسين له پښتنو سره مينه لري، ځکه ورته سندرې جوړوي


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو ځوان موسيقار او سندرغاړی اصف حسين وو.

نوموړی د موسيقۍ د "ګواليار" کورنۍ دی. د ده مشران د هند د تقسيم پر وخت اول لاهور او وروسته پېښور ته کډه شوي ول.

اصف حسين د پښتو يو شمېر هنرمندانو ته سندرې جوړې کړې دي.

دی وايي، له پښتو او پښتنو سره يې مينه ده او هڅه کوي چې خپل هنري کارونه په ښه توګه مخ ته يوسي.

د نوموړي خبرې او جوړې کړې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG