د خوست اوسیدونکي او مدني فعالان په یاد ولایت کې د ډېریو ښځو او نارینه وو د تذکرو نشتون، یوازې د نوم لیکنې په خپل مرکز کې رایه اچونه، د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی، امنیتي ګواښونه او د تابعیت د تذکرو د جوړولو اوږد اداري پروسیجر په راتلونکو ټاکنو کې د دوی د ګډون پر وړاندې ستونزې بولي.
دوی چې نن د شنبې په ورځ په خوست کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوم لیکنې په پیل غونډه کې راټول شوي ول زیاتوله، کچیرې پدې برخه کې شته ستونزو او انديښنو ته پاملرنه ونشي، ممکن د ټاکنو پر شرایطو برابر ډيری ښځې او نارینه ورڅخه محرومه شي.
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د میلمستون په ودانۍ کې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې وروسته مشال راډیو ته وویل، دوی ډاډه دي، چې په یاد ولایت کې به د نوم لیکنې او رای اچونې بهیرونه په ډاډمنه فضاء کې ترسره شي.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه:
((د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره نن چې د حمل ۲۵ مه ده رسماً د نوم لیکنې لړۍ پیل شوه، خوست کې ۱۹۲ مرکزونه دي چې ۵۱ يې په مرکز کې دي، چې نوم لیکنه له مرکزه پیل شوه، ډاډ ورکوم چې د راتلونکو انتخاباتو دواړه مرحلې یانې ثبت نام او رایه ورکوونې دواړه مرحلې په ډاډمنه فضاء کې سرته ورسیږي.))
خوست والي پر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، سیاسي ګوندونو او د درستو ټولنیزو بنسټونو په فعالانو غږ وکړ، چې دده په وینا د دې برخلیک ټاکوونکې پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره هر اړخیزې هلې ځلې وکړي او د نظام، د ټاکنو د کمیسیون او امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي او چاته دې اجازه نه ورکوي چې دا ملي پروسه اخلال کړي.
دا چې د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه څه ضمانت شته، خوست والي يې په اړه وویل، چې یو خو دا ټاکنې د تابعیت د تذکرو پر اساس کیږي او په هره تذکره به یو سټیکر لګول کیږي، بلخوا د ټاکنو په ورځ د نظارتي ټیمونو شتون به هم د درغلیو مخه ونیسي.
د ټولټاکنو او د هغې لپاره مخکې له مخکې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د پراخه ګډون لپاره عامه پوهاوی مهم بلل کیږي.
مدني فعال سیدکریم خان خاکسار وايي، چې د ټاکنو کمیسیون دې د عامه پوهاوي بودجه په سمه توګه وکاروي او پدې برخه کې دې د مدني ټولنو، قومي مخورو او مستقلو شخصیتونو مرسته راجلب کړای شي.
د خوست د ولایتي شوار مرستیال قدیم افغان بیا په خپلو خبرو کې د دې پروسې ځنې ستونزې یادوي او وايي، چې اوله نیمګړتیا په کلیو او ښاري ناحیو کې د وکیل ګذر او ملکانو کمښت دی، همدارنګه د نوم لیکنې بهیر هم په درېیو پړاونو ویشل شوی، نو ښه به داوي چې پر شرایطو برابر کسان په ټوله موده کې د نوم لیکنې فرصت ولري.
مدني فعاله زهره جلال بیا د نوم لیکنې نوي پروګرام کې ځینو نورو ستونزو ته اشاره کوي او وايي، چې د افغانستان په اداري سیسټم کې د تذکرې اخیستل ډېر ستونزمن دي او بیا دا چې هر څوک به په هغه حوزه کې رایه کاروي چې ثبت يې نام په کې کړی وي.
دې وویل، ټول خلک په ښار کې کورونه نلري، کرایي کورونو کې اوسیږي او دوی یو بل ځای ته کډې کوي چې پدې سره يې ټاکنو کې د ګډون چانس بیخي کمیږي.
زهره جلال د نوم لیکنې او رای اچونې نوي طرزالعمل ته په کتو وايي، چې ممکن دېرش سلنه خلک هم دا شرایط پوره نکړای شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي مسوول عبدالرحمن وايي، کچیرې پدې ولایت کې نوې ستونزې راپیدا نشي، نو ممکن ښې ټاکنې وشي.
ده د خوست د موسی خېلو، قلندر او یو شمېر نورې ولسوالۍ یادې کړې، چې هلته امنیتي ګواښونه شته، خو کیدای شي وروسته په مرکز کې هم ځنې سیمې تر تهدید لاندې راشي، ځکه وسلوال غلي نه دي ناست.
ښاغلي محبت وړاندیز وکړ، چې امنیتي ارګانونه باید مخکې له مخکې په یو شمېر سیمو کې عملیات وکړي.
بل لوري ته د امنیتي ګواښونو په اړه د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنا ځدراڼ وايي، چې د امنیتي تهدیدونو د کمولو لپاره سره له اوسه پوځي عملیات پیل شوي دي.
د ده په وینا هڅه کوي، چې تر لوړ تهدید لاندې سیمې متوسط او په متوسطو سیمو کې اصلاً امنیتي ګواښونه ختم کړي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست زیاتوي، ګزمې ډېرې شوي او د نصرت په نوم د ټولو امنیتي ارګانونو لخوا نوي چاڼیز عملیات هم پلان شوي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست څخه پدې باب خپره شوې اعلامیه کې افغان ولسمشر محمداشرف غني د ټاکنو د ملي پروسې د شفافیت او روڼوالي لپاره د نوم لیکنې د بهیر پیل مهم بللی دی.
که څه هم پخوا څو ځلې په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې ځنډول شوي، خو دا ځل د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، ټاکنې به د روان لمریز کال د تلې پر ۲۸ مه ترسره شي.