نن د دوشنبې ورځې په ماسپښین د خوست ولایت ولسي او پوځي چارواکو د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، چې د هغو پنځو پاکستانیو سرتېرو مړي یې په عزت د هغه هېواد چارواکیو ته سپارلي، چې په ځاځي میدان کې له افغان سرتېرو سره په جګړه کې وژل شوي ول.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، چې د افغان حکومت د مشرتابه په هدایت يې نن ماسپښین د هغه لوري نیول شوی اسیر سرتیری هم د ځاځي میدان په صفري نقطه کې پاکستان لوري ته سپارلی دی.
ده وویل، په ځاځي میدان کې اوس حالت ډاډمن دي او د یکشنبې په ورځ د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت د اپراسیون ریاست او د پاکستان د سرحدي ځواکونو د مشرتابه د موافقې سره سم په سیمه کې اوربند ټینګ شوی دی.
حبیبي زیاته کړه، په ځاځي میدان کې د یکشنبې ورځې په جګړه کې چې د افغان او پاکستانیو پوځیانو تر منځ رامنځته شوه، دوه تنه افغانان وژل شوي، خو د پاکستان د لوري د مالي او ځاني زیانونو کچه ډېره وه.
خوست والي د پاکستان پر حکومت او پوځیانو غږ هم وکړ، چې د دولتونو تر منځ د ګاونډیتوب اصل ته ژمن و اوسي او له سرحدي تخطیو او سرغړونو لاس واخلي.
د خوست والي وايي، چې د ځاځي میدان د دوو وژل شویو کسانو جنازې او د تدفین مراسم د ولایت د ملکي او پوځي مشرتابه په شتون کې ترسره شول.
د خوست والي وویل، چې پر یاده موضوع د پکتیا په ډنډ پټان کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اپراسیون ریاست او د پاکستان د سرحدي پولیسو د مشرتابه لخوا خبرې وشوې او اوربند وشو.
د ده په خبره چې د پولې د دواړو غاړو د قومي مشرانو غوښتنه هم داوه چې اوربند وشي، او هغوی د جګړې مړي او ټپیان ولیږدوي.
ځاځي میدان د خوست شمال ختیز لوري کې له ښاره ۶۰ کیلومتره لیرې پرته ولسوالي ده، چې کورمې سره پر پوله پرته ده.
ځاځي میدان په امنیتي لحاظ د افغانستان له امن لرونکو سیمو حسابیږي، چې په دا وروستیو کې افغان ولسمشر محمداشرف غني يې هم ډاډمن امنیت په بېلګه کې یاد کړی وو.