که څه هم نن د شنبې په ورځ د پکتیا اړوند په ګرده څېړۍ کې د ځدراڼ میشتو سیمو قومي مشرانو، اوسیدونکو او ځوانانو په ګډون پراخه غونډه د وسلوالو له لوري د پرلپسې توغندیو او سپکو وسلو د ډزو له کبله اخلال او ناتمامه پاتې شوه، خو د ځدراڼو اوسیدونکي وايي، چې دا ډول پيښې يې د ټاکنو او د نوم لیکنې له بهیره نشي راګرځولای.
په یاده غونډه کې چې د مجاهدینو د بریا د ۲۶ مې کلیزې په مناسبت د مجاهدینو د سرتاسري شورا په بلنه جوړه شوې وه، د خوست او پکتیا د ځدراڼ میشتو سیمو خواوشا دوه زره اوسیدونکو همدارنګه د افغان دولت او اجراییه ریاست یو شمېر سلاکارانو برخه اخیستې وه.
د غونډې له پیلیدو سره سم د توغندیو برید پیل شو او پر سپکو وسلو افغان ځواکونو سره د وسلوالو له لوري نښته هم روانه شوه، چې غونډه يې اخلال کړه.
د امام الدین په نوم د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکی چې د یادې غونډې ګډونوال وو، وايي سره لدې چې غونډه د وسلوالو لخوا په پرلپسې توغندیو اخلال شوه، خو بیا هم د ځدراڼو د ټولو سیمو او قومونو اوسیدونکي تیار دي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
ده له افغان امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولس د ګډون او نوم لیکنې لپاره لازم امنیتي تدابیر ونیسي.
د مامور په نوم یو بل قومي مشر وویل، چې د ټاکنو سره يې د خلکو د ښه راتلونکې برخلیک ټاکلی دی، امنیتي ګواښونه به قبلوي خو په ټاکنو کې به برخه اخلي.
د غونډې یو بل ځوان ګډونوال وویل، چې د ټاکنو لپاره يې نوم لیکنه کړې ده.
ده وویل، مخالفینو پدې برید سره وښوده چې د دوی ستونزه افغان حکومت سره نه، بلکې ولسونو سره ده.
د قاید ځدراڼ په نوم یو بل تن قومي مشر وايي، چې له ډزونو او بریدونو ویره نه لري، د ژوند په بیه هم په ټاکنو کې برخه اخلي، که دا ټاکنې اسانې وې او که ستونزمنې.
د غونډې تابیا کوونکي د مجاهدینو د سرتاسري شورا رييس مولوي محمد سردار ځدراڼ وویل، غوښتل يې چې د ثور ۸ مه چې د مجاهدینو د بریالیتوب ورځ وه، د ځدارڼ د لوی قوم اړوند د ګردۍ څېړۍ په ولسوالۍ کې ولمانځي، د دې غونډې ګډونوالو یو ځل بیا د نظام او د افغان ولسمشر د کورني او بهرني سیاست څخه ملاتړ اعلان کړ.
مولوي سردار زیاته کړه، لدې برنامې يې بله موخه د هېواد په ملي برنامو کې د ځدراڼو د لوی قوم شریکول، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو، له هغې وړاندې د نوم لیکنې په بهیر کې د ولس د پراخه ګډون او د دې سیمې بیارغونې ته د دولت د توجه جلبول وو.
بل لوري ته د ځدراڼو په ګرده څېړۍ کې یو شمېر مشرانو او جهادي قوماندانو ویل، چې د دولت وسلوالو مخالفین نه غواړي هغه سیمه چې پخوا يې د فعالیت ساحه وه، هغه دې د داسو لویو ولسي راټولیدنو او د دولت د برنامو د ملاتړ شاهده وي.
دوی زیاتوله، هغوی له مخکې د وسلوالو له لوري د داسې یو برید پیش بیني درلوده، خو د ویرې او انديښنې حالت د ختمولو لپاره باید، د خلکو او قومونو په ګډون همداسې یوه غونډه جوړه شوې وای.