د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې مو اسلام اباد مېشتی ځوان سندرغاړی شان خان مېلمه وو.
نوموړی د جنوبي وزیرستان دی او پلار یې، کمال مسید، هم سندرغاړی وو.
دی وايي، پلار یې ورته ویلي ول چې د موسیقۍ په ډګر کې نوم پیدا کولای شي.
شان خان وايي، په نویو سندرو کې اکثر د شاعرۍ معیار ته پام نه کېږي او کله کله تلفظ هم پکې سم نه وي.
د شان خان خبرې او سندرې د غږ په ځای کې واورئ.