د لاسرسي ځای

تازه خبر

نویدحسین پر پاکستانیو رسنیو د لګول شویو بندیزونو کیسه کوي


مشال مرکه
مشال مرکه

د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ په پاکستان کې پر رسنیو د لګول شویو بندیزونو په اړه د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د مدیر نویدحسین سره غږېدلي یو.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې پر رسنيو د محدوديتونو لګولو لړۍ تېزه شوې ده.
څو مياشتې وړاندې کېبل مالکانو د پاکستان په زياتره سيمو کې د جيو ټيليويژن ښودل بند کړل خو وروسته له پوځي چارواکو سره تر خبرو وروسته دا بنديز پورته کړل شو.

بيا چې کله پښتون تحفظ موومېنټ احتجاج پیل کړ نو د پاکستان چينلونو او ځينو ورځپاڼو ددې تحريک فعاليتونو ته ځای ورنکړ او پر دې مهال ځينو وتلو ليکوالانو وويل چې ورځپاڼو د غورځنګ په اړه د دوی د ليکنو له خپرولو انکار کړی دی.

اوس له تېرو څو ورځو راهيسې د خبريالانو د نړيوال سازمان ار اېس اف په وينا د پاکستان په ځېنو برخو کې د ډان ورځپاڼې پر وېش بنديز لګول شوی دی.


د ورځپاڼې پرضد دا ګام له هغه وروسته اخيستل شوی چې ډان د پخواني وزيراعظم نواز شريف مرکه خپره کړه چې پکې نوموړي دې طرف ته اشاره کړې وه چې د ممبۍ ترهګرو حملو کې د پاکستاني وسله والو ډلو لاس وو.


هم دغو ذکر شويو بېلګو ته په کتو سره مو د مشال مرکه په پاکستان کې د رسنيو پرضد د سنسرشپ تاريخ او ددې تاوانونو ته ځانګړی کړې ده.

له نوید حسین سره مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG