د لاسرسي ځای

تازه خبر

عارفه صدیق: سیاسي ګوندونه باید مېرمنو ته عام او مهم سیټونه ورکړي


عارقه صدیق
عارقه صدیق

د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم سیاسي ګوندونو د راتلونکو عامو ټاکنو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

ټولو ګوندونو د خپل بري یقیني کولو لپاره د صوبايي او قومي اسمبلۍ پر چوکیو داسې کسان درولي دي چې د دوي په فکر ولس به رایې ورکړي.

خو پوښتنه دا ده چې دې ګوندونو د مېرمنو د استازیتوب لور ته څومرې پام کړی دی او هغوی ته یې څومرې چوکۍ ورکړې دي؟

په تېر حکومت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړې عارفه صدیق وايي ، ټول ګوندونه باید مېرمنې پر عامو او مهمو سیټونو ودروي.

عارفه صدیق وايي ، په تېرو پنځو کالو کې د اسمبلۍ د غړې په توګه ورته مالومه شوې ده چې په صوبه کې د مېرمنو ژوند یوازې په مخصوصو چوکیو نشي بدلېدای.

نوموړې وویل، “د مخصوصو سیټونو وسایل او کار ډېر محدود دی خو که یو مېرمن پر عام سیټ ودري او کامیابه شي نو هغه بیا په هغه ټوله سیمه کې کار کولای شي.”

عارقه صدیق وویل، په ټولنه کې بې ځایه خپره شوې دا خبره سمه نده چې مېرمنو یا چوکۍ نشي ګټلای او یا هم کار نشي کولای.

نوموړي وویل، هم په وطن کې د ګرځېدلو پر وخت ولس هرکلی ورته ویلی او قدر یې ورکړی دی او هم یې د دې په وینا تر خپله وسله کار هم کړی دی.

دې زیاته کړه، “ما په اسمبلۍ کې پنځه کاله تېر کړل او زه دا وایم چې زموږ د وطن مېرمنې باید رامخ ته شي او په سیاست کې برخه واخلي. ځکه چې د سیاست له لارې ټولې مسلې هوارېدای شي.”

د صوبې پر سیاست نظر لرونکی شهزاده ذوالفقار وايي ، د مېرمنو په شاته پاته والي کې سیاسي ګوندونه او ټولنه دواړه لاس لري.

شهزاده ذوالفقار وویل، “یو خو ټولنه مېرمنو ته د راوتلو اجازه نه ورکوي او بل سیاسي ګوندونه هم ملامت دي هغه ځکه چې یوازې هغه کسان دروي چې د دوي په فکر هم پېسې ولري او هم یې د ګټلو امکان زیات وي.”

د شهزاده ذوالفقار په وینا ، که چېري سیاسي ګوندونه رښتیا هم د مېرمنو حقونو ته درناوی لري نو باید چې په عمل یې ثابته کړي.

د سیاسي چارو بل کارپوه رفیع الله کاکړ وايي ، د انتخاباتو کمېشن له خوا پر عامو سیټونو د مېرمنو لپاره د پنځه فیصده کوټې پر اعلان سربېره ورته څه ډېر بدلون نه ښکاري.

دی وايي ، د ښځو د حقونو او پرمختګ لپاره په کار ده چې ټولنیز بدلون راشي او خلک د مېرمنو په اړه خپل فکر بدل کړي.

رفیع الله کاکړ وویل، “باید چې ټولنه د مېرمنو حوصله افزايي وکړي چې هغوي مخې ته راشي او له نارینه وو سره برابر کار وکړي.”

نوموړي زیاته کړه چې د دې لپاره مدني ټولنو ته په کار ده چې د مېرمنو د حقونو لپاره پر سیاسي ګوندونو او عامه معاشره د فشار اچولو لپاره خپل کردار ادا کړي.

که څه هم زیاتره ګوندونو د خپلو امېدوارانو ورستي لسټونه نه دي په ډاګه کړي خو نه د صوبايي او نه هم د قومي اسمبلۍ پر مهم عامو سیټونو مېرمنو ته ټکټونه نه دي ورکړل شوي.

په پاکستان کې د راتلونکې جولايي میاشتې پر ۲۵ عام انتخابات ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG