د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوال وايي ، راتلونکو انتخاباتو کې وار له مخه درغلۍ شوي


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو تور لګولي دي چې د جولايي ۲۵مې انتخاباتو مخکې د درغلي رواني دي دا ټاکني به شفافه نه وي. د پيپلز ګوند فرحت الله بابر وايي چې په انتخاباتو کې غلا شوی.

د جماعت اسلامي پروفيسر ابراهيم وايي پخوا هم داسي شوی دی او په دي کې سياسي ګوندونو هم شامل دي. د عوامي نيشنل پارټي بشره ګوهر وايي چې دا فيصله شوی ده چې څوک به پارليمان ته ځي.

د پښتونخوا ملي عوامي عثمان کاکړ وايي چې اسټبليشمنټ حقيقي جمهوريت نه غواړي. بلخوا د تحريک انصاف شوکت يوسفزيي وايي چې د درغليو خبره هغه ګوندونه کوی چې شکست سره مخامخ دي.

خو د پاکستان ټاکنو کميشن او نګران وزيراعظم په وار وار ويلي دي چې د جولايي ۲۵مې انتخابات به غيرجانبداره او شفافه وي.

د پاکستان پيپلز ګوند پخوانۍ سنېټر فرحت الله بابر په اسلام اباد کې د يوې غونډي ته په وينا کې دعوی کړي چې په انتخاباتو کې له مخکې نه ټګي شوی او د جولايي په ۲۵مه به په رسمی توګه يوازې ووټ اچول کېږي.

د دوي په خبره ځيني عناصر نه غواړي چې پارليمان متحد وی او په اتلاف کې يو کمزوري حکومت راولي.

د جماعت اسلامي مخکښ پروفيسر ابراهيم وايي چې اندښني لرلو سره مسلي نه هواريږي.

ده وویل، “يوه ډله چې په نښه شي نو نورې ډلې تري ګټه پورته کوي. اوس هم دا کار روان دي. نن چې يوه ډله په نښه ده هغې پرون ګټې پورته کړي دي. که چري ټول د پخوانيو تيروتنو اعتراف وکړي او دا وايي چې موږ به په راتلونکي کې سياست سپين سپژلي ساتو او په ازاده توګه به قام ته حق ورکړي.”

د پروفيسر ابراهيم په خبره ټول سياسي ګوندونو له هوډ وکړي چې غير سياسي قوتونه به جمهوري عمل کې خنډونو جوړولو نه نه پريږدي.

بلخوا د عوامي نيشنل پارټي بشره ګوهر وايي چې فيصلې له مخکې نه شوی دي، ان تر دې چې څوک به پارليمان ته ځي او څوک به نه ځي.

نوموړی وايي ، “ټولې سياسي پارټۍ يې خاموشه کړي دي. چا ته ګواښونه ورکړل شوی دی او چا سره مرسته کېږي. بله پلوه په مطبوعاتو هم فشارونه اچول کېږي ځکه په دي موضوع په ازاده توګه بحثونه هم نه کېږي. اوس داسي ماحول جوړ شوی دی چې موږ ته نه ښکاري چې راتلونکي انتخابات به شفافه وي.”

بشره ګوهر دعوي وکړه چې دا انتخابات به لانجمن وی او تيرو انتخاباتو پشان دا وار هم ځيني سياسي ګوندونو کمپاين کې خنډونه راپورته کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي عثمان کاکړ وايي چې ټول جمهوري نظام ګډولو هڅه روانه ده او اسټبليشمنټ نه غواړي چې په هېواد کې حقيقي جمهوريت راشي.

هغه وویل، “فرحت الله بابر صيب کومه خبره کړي ده، د دي نشاهدي موږ اته مياشتي مخکې کړي وه. موږ په صوبه کې يو منتخب حکومت يې ختم کړو. موږ مخکې هم دا خبره په ډاګه کړي وه چې په ټاکنو کې شفافيت نيشته. اليکشن کميشن د اسټبليشمنټ تر فشار لاندي دي. د انتخاباتو کميشن د اليکشن په ضابطه اخلاق عمل درامد نه کوي.”

عثمان کاکړ ويره څرګنډه کړه چې د راتلونکي انتخاباتو شفافيت امکانات ډير کم دي او که چري داسي وشو نو په ملک کې لوي بحران رامنځ ته شي. خو د تحريک انصاف شوکت يوسفزيي وايي چې هغه سياسي ګوندونه د درغليو خبره کوي چې بيلاتو سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې“تحريک انصاف له ټولو ګوندونو مخکي روانه ده. ټولو خلکو ته دا خبره معلومه ده. هغو خلکو ته درغلي ښکاري چې ورته شکست په نظر راځي. زمه په نظر په انتخاباتو کې د درغليو خبره ناسمه ده.”

خو د پاکستان انتخاباتي کميشن او نګران وزيراعظم په وار وار دا خبره کړي ده چې د جولايي ۲۵ انتخابات به شفافه او غيرجانبداره وي.

نګران وزيراعظم جسټس ريټاريرډ ناصر الملک تيره مياشت د اليکشن کميشن مشر سردار محمد رضا سره په ملاقات کې ډاډګيرنه ورکړي وه چې نګران حکومت به ازاد، شفافه او پرامنه انتخاباتو لپاره هر ممکن مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG