رپورټ: اکرام الله اکرام، ازادي راډیو
کابل - په سعودي عرب کې د اسلامي نړۍ د علماوو دوه ورځنی کنفرانس د جولای پر ۱۰مه پیلېږي.
دا غونډه پر داسې مهال کېږي په جون کې لومړی افغان حکومت او بیا طالبانو اوربند اعلان کړ چې د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون یې د نړۍ ګڼو هېوادونو او ملګرو ملتونو ملاتړ وکړ.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عرب کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو غونډه به د جوړجاړي له بهیر سره زیاته مرسته وکړي.
د دغې شورا ویاند احسان طاهري د جولای پر نهمه مشال راډيو ته وویل چې افغان پلاوی دغه ناستې ته له یوه روښانه پيغام سره ورغلی چې د افغانانو د سولې غږ او د افغانستان فتوا ده.
طاهري زیاته کړه:
((دا لومړی ځل دی چې د نړۍ په کچه د اسلامي نړۍ عالمان د افغانستان د سولې په اړه راغونډېږي چې دا زموږ او د افغانستان د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او لوی ملاتړ دی، افغان پلاوی دې ناستې ته د افغانانو د سولې غږ لېږدوي، دا د افغانستان د راتلونکي، د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره ډېره مهمه ده.))
د افغانستان د یو پلاوي په ګډون په دې ناسته کې د اسلامي نړۍ ۱۲۰ عالمان برخه لري.
د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې پهدې ناسته کې د وسله والو طالبانو استازي هم برخه واخلي.
خو وسله والو طالبانو په دې غونډه کې خپل ګډون رد کړی او له افغان عالمانو يې هم غوښتنه کړې چې پکې دې برخه نه اخلي.
تر دې اوربند وروسته د ازبکستان او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو چمتووالی وښود چې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په برخه کې مرستې وکړي.
له دې سره، د جولای پر اتمه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته د خپل سفر او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره د لیدلو پر مهال د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه وايي، اتمر په دې ليدنه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د ازبکستان مرسته اړینه ده او له یاد هېواده يې په دې برخه کې د زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.
په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه ناسته پهداسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې په کابل، انډونیزیا او ازبکستان کې هم د افغانستان د ستونزې په اړه لويې غونډې ترسره شوې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، هغه پرېکړې چې د افغانستان په اړه په بېلابېلو کنفرانسونو کې کېږي باید د شعار تر کچې پاتې نه شي.
د ولسي جرګې منشي عرفانالله عرفان وايي چې افغانان د سولې تږي دي او که افغان حکومت د سعودي عربستان له ناستې سمه استفاده و نکړي، دا ناسته به هم د تېر په څېر د افغان جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې بې ګټې وي.