د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت او عبدالرشيد دوستم ترمنځ د جوړجاړي شرايط


عبدالرشيد دوستم
عبدالرشيد دوستم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر (ارګ) او د مرستيال ولسمشر عبدالرشيد دوستم ترمنځ د شوي جوړجاړي تر مخه به دوستم له ترکیې څخه تر ستنېدو وروسته په خپله دنده پاتې شي. دوستم په ترکيې کې تر يو کال تېرولو ورسته نن د جولای په دوه ويشتمه کابل ته ستنېږي.

يو افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې د دوستم سره چې په کوم شرايطو هوکړه شوې ده، د هغوی له مخې به نوموړی د تېر په څېر د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي. همداراز د هغه خلاف چې د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي له خوا کومه دوسيه روانه ده، د هغې پرېکړه به په سیاسي بنياد نه بلکې په څارنوالۍ کې کېږي.

ايشچي خوا او شا يو کال مخکې پر دوستم تور پورې کړ چې هغه او ساتونکو يې شکنجه کړی او جنسي تېری يې پرې کړی دی. تر دې وروسته دوستم ترکيې ته ولاړ.

احمد ايشچي وايي د دوستم کسانو شکنجه کړی دی
احمد ايشچي وايي د دوستم کسانو شکنجه کړی دی

يوه بله موضوع چې د ارګ او رشيد دوستم پرې هوکړه شوې، هغه د فاریاب ولايت د قېصار ولسوالۍ د سرپرست امنيه قوماندان نظام الدين قېصاري مسله ده. قېصاري په جنګسالارۍ او د خلکو په ځورونو تورن شوی او د افغانستان ځانګړو امنيتي ځواکونو نيولی دی.

نوموړی د دوستم خاص سړی دی. د حکومتي سرچينو تر مخه دوستم سره په هوکړه ليک کې راغلي چې د قېصاري دوسيه به نه سياسي کېږي او دا موضوع به عدالت يا محکمې ته پرېښودل کېږي چې هر څه فېصله يې وکړه.

د قېصاري او دوستم پلويانو د حکومت پر ضد له څو ورځو راهيسې مظاهرې روانې کړي دي. چارواکو ويلي چې د دوستم بېرته تګ سره به دا مظاهرې ختمې شي.

د جنبش ګوند مشر جنرل عبدالرشيد دوستم په قام ازبک دی. هغه په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ کړی وو. په ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته هغه لومړی او سرور دانش دوهم مرستيال ولسمشر شو. نوموړی د افغانستان په سياست کې يو مطرح کس يادېږي او د خپلو وسله والو درلودو له کبله پرې له بشري حقونو څخه د سرغړونو تورونه هم شته چې هغه يې ردوي.

XS
SM
MD
LG