د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټاکنیز کېمپېن ختم، پر ۲۵ جولای به ولس خپل استازي ټاکي


په پینډۍ کې د ۲۰۱۸ د ټاکنو پوسټرونه لګول شوي دي
په پینډۍ کې د ۲۰۱۸ د ټاکنو پوسټرونه لګول شوي دي

په پاکستان د عام انتخاباتو لپاره د سیاسي ګوندونو او ازاد امیدوارانو لخوا روان کمپاین پای ته ورسیدو. د کمپین په مهال د جولایي په میاشت کې د تشدد یو شمېر پېښې رامنځته شوې چې پکې درې انتخاباتي امیدوارانو په ګډون له یو نیم سلو څخه زیات کسان ووژل شو.

په وژل شویو امیدوارانو کې د عوامي نیشنل ګوند هارون بلور، د بلوچستان عوامي پارټۍ نوابزاده سراج ریساني او تحریک انصاف ګوند اکرام الله ګنډاپور شامل دي. د کمپین پر مهال د جمعیت علما اسلام ف د ګوند په رهنما اکرم دراني هم دوه بریدونه وشول چې نوموړې ترې ژوندی ووت خو ګڼ پلویان یې ور ووژل.

د سیاسي چارو کارپوه اعجاز خټک وایي په پاکستان کې هر ځل د انتخاباتو د کمپین پر مهال د تشدد پېښې رامنځته کیږي. د تېر په څېر سږ کال په شورو کې د ټاکنو د ځنډیدو اوازې وې کومې چې غلطې ثابتدې شوې خو بیا هم دا ځل د ټاکنو کمپین د پخوا هغو پرتله بدل و.

''دا ځل د تشدد نوعیت بدل و. د بمونو تشدد هم وشو خو ورسره په خلکو کې دا تاثر مخې ته راغې چې په انتخاباتو کې لاسوهنه زیاته ده. عدالتونه او الیکشن کمیشن او میډیا یو تن ته کمپین کوي،د الیکشن د کمپین په دوران کې په دې موضوعاتو خبرې هم تودې وې''

خټک وایي تېر ځل د وسله والو د حملو له وجې د پيپلز ګوند او په ځانګړې توګه عوامي نېشنل ګوند ټاکنیز کمپین ډېر زیات اغېزمن شوی و خو دا ځل د حیرانۍ خبره دا وه چې د وسله والو د حملو باجود سیاسي ګوندونو کمپینونه جاري وساتل.

په تېرو وختونو کې د ټاکنیز کمپین پر مهال د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو د غړو ترمنځ د جنګ جګړو پېښې مخ ته راتلې،چې مرګ ژوبله یې هم اړوله، خو دا ځل دغه ډول پېښو راپورونه د تېر په نسبت کم مخې ته راغلل.

د سیاسي چارو بل کارپوهه خادم حسین وایي د کمپین په دوران کې د مسلیم لیګ ن ډلې کارکنان ونیول شو، ځینې مشران یې ناهله شو او ځینې نور یې په زور له دغه ګونده وشوکول شول، د جیپ تر نشان لاندې د ازاد امیدورانو ټولګی جوړ شو، ځینې مذهبي سختدریځو ګوندونو ته هم د کمپین او اتحادونو لپاره فضا جوړه کړې شوه. ددې ترڅنګ د پنجاب او سیند په څېر د ټاکنو کمپینونه په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې چلیدو ته پرې نښودل شو.

''په پنجاب او سیند کې خو لویې جلسې وشوې خو که وګورو په پېښور او بلوچستان کې داسې ونه شول. ددې ثبوت دا دی چې په پېښور کې هیڅ یو ګوند لویه جلسه و نه کړی شوه.دا ځل د ټاکنو د کمپین په مهال د خېبرپښتونخوا او بلوچستان امنیتي حالات د پخوا څخه بدل نه و''

خادم حسین وایي د دې هر څه باجود دا ګڼي چې خلک به په لوی شمېر کې په انتخاباتو کې برخه واخلي او ووټ ورکولو لپاره به راوځي.

نور ولولئ

امریکا پاکستانیو ټاکنو کې د سختدریځو ډلو د مشرانو پر نوماندۍ اندېښنه ښودلې​

کراچۍ وال پښتانه د اوبو او تعلیم په بدل ووټ ورکوي​

XS
SM
MD
LG