د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له ګاونډیو سره د ښو اړیکو په اړه د عمران د بیان هرکلی کړی


اېلېس وېلز
اېلېس وېلز

پراګ ـ ډان ورځپاڼه لیکي، تمه ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په سپټمبر میاشت کې د پاکستان دوره وکړي.

د اګست په ۲۱مه،د دغه وزارت یوې چاروکې اېلس وېلز رسنیو ته وویل دوی د پاکستان د نوي حکومت نه تمه لري چې د سیمې او افغانستان په امن کې به یو مثبت رول ولوبوي.

ډان ورځپاڼه لیکي، اېلس وېلز ویلي، امریکا د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د هغه بیان هرکلی کوي چې ویلي یې دي، د ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړول غواړي.

اېلېس وېلز وایي، پاکستان باید د افغانستان د سولې په عمل کې یو واضحه رول ولوبوي. هغه وایي پاکستان له پکار دي چې د افغان حکومت سره په ګډه طالبان په دې قانع کړي چې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي او د سولې لاره خپله کړي.

اېلس وېلز زیاته کړه، پاکستان که وغواړي نو په دې اړه یو ښه رول لوبولی شي، او که داسې نه شي کولی نو لږ تر لږه دې په خپله خاوره کې دننه وسله والو ته پټن ځایونه نه ورکوي.

نوموړې دا هم ویلي، په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ داسې ډېرې خبرې مخې ته راغلې چې باید دغه دواړه هېوادونه د افغانستان او د سیمې د امن لپاره په ګډه کاروکړي او واشنګټن بیا د دواړو هېوادونو داسې تعلقاتو نه ډېرې هيلې لري نو باید دې اړخ ته زیات پام وشي.

اېلېس ویلز د د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادی راهدارۍ د پروژو ذکر ونه کړ خو دايې وویل چې باید هېوادونه په داسې پروژو کې خپل وخت او پېسه ضایع نه کړي چې بیا پرې کنټرول نه لري.

نوموړې دا هم وویل چې دوی د پاکستان د حکومت سره د افغانستان او د سیمې د امنیت د ښه کولو لپاره په ګډه کار کولو ته خوښ دي او تمه لري چې د پاکستان نوی حکومت به د سیمې د امن لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG