په لویه پکتیا او خوست کې له پیړیو راهیسې ډیری دعوې، لانجۍ، دښمنۍ او نورې لويې او وړې ستونزې په قومي نرخ او رواج همدارنګه د جرګې او سولې له لارې حلیږي.
پدې قومي دودونو کې یوه دا هم ده، کچیرې د طرفینو تر منځ جګړه پېښه شي او یا هلته د جګړې او ستونزې د پيښیدو ګواښ جدي وي، نو قومي مشران او مرکچیان مخکې له مخکې ورځي او د هغوی تر منځ د یو ټاکلي وخت لپاره کاڼي ږدي.
جرګه په پیل کې له بیلابیلو لارو کوښښ کوي، چې طرفین د برمتې سپارلو او د شر د مخنیوي لپاره کاڼي ته تیار کړي، کله چې کاڼی کېښودل شو، نو طرفین نشي کولی چې سرغړونه وکړي، ځکه برمته يې ځي او قوم هم په سرغړونکي لوري د ملامتۍ غږ کوي.
د خوست د ولایتي شورا پخواني رييس سیدکریم خان خاکسار مشال راډیو ته وویل، کاڼی د ټاکلې مودې لپاره کېښودل کیږي او هڅه کیږي چې د ټاکل شوې مودې له بشپړولو وروستههم تمدید شي.
د ده په وینا د کاڼي په ټاکلي موده کې ښکیلې خواوې لدې کبله چې برمته يې سوځي او له قوم څخه يې نشي غوښتلی، نو تیری او سرغړونه نه کوي.
سیدکریم خان خاکسار زیاتوي، چې د دا ډول رواجونو اغېر او نتیجه ښه ده او دوی هڅه کوي، چې د رسم او رواج دا برخه چې په روانو ناخوالو کې څه نا څه زیانمنه شوې، بېرته پیاوړي کړي.
قومي مشر حاجي ګل احمد خان ګربز وايي، له کاڼي څخه ستره موخه دا وي، چې د احساساتو پر ځای جانبینو ته یوه موقع ورکړل شي، چې د دښمنیو او جګړو په پایلو فکر وکړي او داسې پرېکړه وکړي، چې ستونزې يې نورې زیاتې نشي.
دی وايي، دوی اول هڅه کوي، چې د جانبینو تر منځ لږ تر لږه یوه اونۍ کاڼی کيږدي، خو بیا وروسته جرګه کرار-کراز جانبین رضا کوي، چې د کاڼي موده حتی کال او دوه کلونو ته وغځوي.
ده وویل:
((کاڼی د دې لپاره دی که د دوو کورنیو او یا دوه کسانو تر منځ چې مشکل وي، چې مرګ ژوبله رامنځته شي، نو بیا قومي مشران ورځي، د دوی په منځ کی یو کاڼی ږدي، که جابین احساساتي وي، نو یوه میاشت هم ښه دی کنه شپږ میاشتې کال او حتی لدې ډېر، تر څو هغه پيښه وځنډیږي او په شدت کې کموالی راشي.))
حاجي ګل احمدخان وړاندې وايي، د کاڼي څخه سرغړونه جریمه لري، خو کله چې کاڼی عملي شي پایله يې داوي، چې بالاخره مساله په سوله او جوړه تمامه شي.
قومي مشر حاجي رسول محمدخان تڼی وايي، چې د کاڼي د کېښودو څخه دوه هدفه دي، یو دا چې لاس په لاس د شر د ډېریدو مخه ونیول شي او دویم اړخ يې د طرفینو اړ ایستل دي، چې د قومي مشرانو د سولې او خیر پرېکړه ومني.
حاجي رسول محمدخان تڼی زیاتوي:
((کله چې د طرفینو تر منځ لانجې د وسلوالې نښتې خطر درلود، د دې لپاره چې د مسالې تر حل پورې جګړه ونشي، نو کاڼی ږدي، نقدې پیسې ږدي او یا وسایل او ځمکه په تضمین کې ورکوي، که تجاوز يې وکړ، هغه يې بایللی، ځي او د ملامتۍ غږ هم پرې ورغلی دی.))
محمد یونس ځدراڼ چې دا یوه لسیزه د خوست په بیلابیلو ولسوالیو کې ولسوال پاتې شوی، کاڼي د شر او جګړې د مخنیوي لپاره یو غوره ګام بولي او وايي، چې اوسمهال حکومتي ادارې هم د کاڼي د کېښودو ملاتړ کوي.
مدني فعال روح الله امین وايي، په اوسني وخت کې چې خلک تر ډېره عدلي او قضايي ادارو ته پوره لاسرسۍ نلري او په حقوقي مسایلو باندې د جګړو په صورت کې د اړوندو ادارو لخوا ژر ورته رسیده ګي هم ستونزمنه وي، نو په دا ډول حالاتو کې د قومي رواجونو، څلو او دودونو په پاللو سره د ډېریو ستونزو مخه نیول کیدلی شي.