د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ښاروالي د ښار په پاک ساتلو له ښاریانو همکاري غواړي


د خواست ښاروال انجینر عبدالبصیر.
د خواست ښاروال انجینر عبدالبصیر.

د خوست د ښاروالۍ چارواکيو د ښار د تنظیم او پاکوالي په برخو کې د اړوندو ادارو او ښاریانو د پرلپسې همکاریو غوښتنه وکړه.

نن د چارشنبې په ورځ خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي د ښار د شپږ ګونو ناحیو د ګذر د نویو وکیلانو د کار په پیل غونډه کې وویل، کله چې ښاروالي پیاده رونه خلاصوي، نو وکیلان، ځايي چارواکي او حتی د ښار د اتحادیو غړي يې مخنیوی کوي.

عبدالبصیر محمدزي وویل، په ښار کې د ګاډو ګڼه ګوڼه، بې ځایه دریدل او د لاسي ریړو بیروبار په امنیتي کسانو او ټرافیکو پورې اړه لري، چې هغوی په خپله برخه کې لازم اجراات نه دي کړي.

دی وايي، دا چې د ښاروالۍ کارونه ځینې کسان او مسوولین نه تایدوي، مهم لامل دادی چې دوی د هغوی د شخصي ګټو مخه ونیوه.

خوست ښاروال ځینو ستونزو ته په اشارې وویل، د ښار په تنظیم کې اړوندې ادارې همکاري نه کوي او د تنظیف برخې ته دوی پوره امکانات په لاس کې نلري.

ښاغلي محمدزي زیاته کړه:

((موږ خپله هڅه کړې ده، خو موږ تر اوسه نه پاک ښار توانیدلي یو او نه په منظم ښار توانیدلي یو، په منظم ښار کې د ادارو همکاري نشته، په تنظیف کې زموږ امکانات کم دي، موږ د ټول خوست ښار لپاره پنځلس باغوانان په تشکیل کې لرو، دا کسان یوازې ګلدانونو پسې نه رسیږي، خو ستاسو همکارۍ ته ضرورت دی.))

خوست ښاروال د ښار په چوکاټ کې د اتحادیو له غړو او ټولو ښاریانو وغوښتل، چې د ښار په پاک ساتلو او نورو ښاري خدمتونو په برخه کې همکاري وکړي.

په غونډه کې یو شمېر ویناوالو د ښار د پاکوالو او ستونزو په باب خپل نظرونه وړاندې کړل.

د ښار یو تن وکیل ګذر شاه جهان عزیزي په خپلو خوست ښاروال پدې وستایه چې لږ تر لږه يې په شته ستونزو او نیمګړتیاوو اعتراف وکړ، خو ويې ویل ناپامي تر دې حده موجوده ده چې ځینې جوړ شوي لښتي له پیله تر دې وخته بند دي او اوبه د لښتي پر ځای د سړک دپاسه ځي.

ښار د ټولو ښاریانو ګډ کور دی او پاک ساتل يې د ټولو ګډه وجیبه ده، هغه شعار دی چې نن سبا يې ډېر عمومیت پیدا کړی دی.

دا چې څرنګه کولی شو، خپل ښار یا دا خپل ګډ کور پاک وساتو په اړه يې د ښاروالۍ شورا یو تن غړی الف شاه منګل وايي:

((په ښار کې چې هر څوک کیله خوري، مڼه خوري، پيپسي څکي او نور څه يې چې په لاس کې وي، نو باید د کثافاتو بیلر ته يې واچوي، ښاروالي يې بیا خپل ټاکلي ځای ته انتقال کړي، هر څوک دا ژمنه ولري، چې زه به په ښار کې چټلي نه جوړوم، که پرته وه، نو پورته کوم به يې او د ښاروالۍ لخوا کېښودل شویو ډرامونو ته به يې انتقالوم.))

​د خوست ښار د شپږ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو د ښار د پاک ساتلو مهمه ستونزه دا یاده کړه، چې ښار لا هم د باراني اوبو د وتلو له پاره لازم کانالونه،لويې ویالې او اساسي لختينه لري چې له همدې کبله بارانونه د لښتیو او ویالو ټول کثافات د ښار سړکونو او کوڅو ته غورځوي او ښار کې خټې، خځلېاو نور کثافات پیدا کیږي.

XS
SM
MD
LG