د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندرغاړی باید کلاسيکي موسيقي زده کړي: شمالي افغان


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی شمالي افغان وو.

دی د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي زوی دی او له هغه سره يو ځای د کاناډا په ټورانټو کې اوسي.

شمالي وايي، پلار ورته د هندي کلاسيکي موسيقۍ درسونه ورکړي، چې دی ورباندې هره ورځ لږ تر لږه دوه ساعته مشق کوي.

نوموړی زياتوي، غزل يې خوښېږي او غواړي د يوه غزلبول سندرغاړي په توګه نوم وګټي.

د شمالي افغان دا خبرې او ځينې غزلونه يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

خپرونه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG