په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې پاکستاني شناختي کارډونه يې جوړ کړي ول وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې شناختي کارډونه حکومت ته وسپارل خو تروسه ورته د پاکستان حکومت په یاد ملک کې د اوسېدو لپاره کارډونه نه دي ورکړي چې له وجې له ستونزو سرهمخامخ دي.
د پنجاب په ميانوالۍ سيمه کې مېشت افغان کډوال وايي، د مسلم ليګ (ن) تېر حکومت په ۲۰۱۶م کال کې اعلان وکړل چې هر هغه افغان کډوال د پاکستان شناختي کارډ يې جوړ کړی وي حکومت ته دې وسپاري نو پرضد به يې هېڅ قسمه قانوني کارروايي نه کوي او ورته به په پاکستان کې د اوسېدو لپاره نور کارډونه ورکوي.
په ميانوالي کې مېشت یو کډوال اکبر خان مشال راډيو ته وويل، پرو سږکال چې کله په پاکستان کې مېشت د غېر قانوني کډوالو رجسټرېشن پیل کړل شو نو دوی هم له نادرا سره ځان راجستر کړل خو تر اوسه ورته کارډ نه دی ورکړل شوي.
د نوموړي وينا وه د کارډ نشتوالي له وجې خو نه کاروبار کولای شي او نه چیرته تللی یا راتللی شي ځکه چې پوليس يې ځوروي نو مجبورا په کور ناست وي.
د اکبر خان پشان یو بل افغان کډوال محمد عزيز هم دا شان مشکلاتو سره مخامخ دي نوموړي مشال راډيو ته وويل، له دوی علاوه د فاميل ټولو کسانو ته يې کارډونه ورکړل شوي دي نو حکومت ته خواست کوي چې ورته دې کارډ ورکړي.
د ذکر ده چې د ۲۰۱۷م کال فبرورۍ په دويمه اونۍ کې په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان او (يو اېن اېچ سي ار) چارواکو ترمينځه شوې درې اړخيزې په غونډه کې د غېر راجستر کډوالو د رجسټرېشن فېصله کړې شوې وه، هم د یاد کال اګست مياشتې ړومبۍ نيټې سیفران وزارت د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې نادرا او اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې په مرسته په پاکستان کې مېشت د غېر راجستر کډوالو رجسټرېشن پیل کړل کوم چې د ۲۰۱۸م کال تر فبرورۍ مياشتې جاري ول.
مشال راډيو چې کله د نادرا چارواکو پروړاندې دا پښتنه کيښوده چې په سلونو هغه افغان کډوال چې شناختي کارډونه يې حکومت ته سپارلو وروستو له یادې ادارې سره ځانونه راجستر کړل نو تروسه ورته کارډونه ولې نه دي ورکړل شوي نو په اړه یې چا د څه ويلو نه ډډه وکړه.
خو په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارتخانه کې د کډوالو چارو مشر مرستيال ذبيح الله مشال راډیو ته وويل، دې لړ کې يې له نادرا سره خبرې شوي او هغوی ورته وويل چې کورنیو چارو وزارت د داسې خلکو په اړهتروسه څه فېصله نه ده کړې چې کارډونه ورکوي او که نه.
د یادونې ده چې په پاکستان کې دا مهال د نوو راجستر شویو کډوالو نه په غېر قريبا ۱۴ لکه زاړه رجسټر شوي کډوال هم ژوند کوي چې د پاتې کېدو موده يې د سېپټمبر په ۳۰پای ته رسېږي.