د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې د خيبرپښتونخوا د صوابۍ يو نوميالي موسيقار فاروق استاد راسره وو.
نوموړی ۶۵ کلن دی او وايي چې لا هم د هنر په ډګر کې فعاليت کوي.
فاروق استاد سندرې ويلې دي، هارمونيم (باجه) يې غږولې او يو شمېر شاګردان يې روزلي دي.
د ژوند او هنر په اړه يې خبرې او څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.