په لوګر کې یو شمېر بڼوال او بزګران وایي، چې د انګورو باغونه یې وچکالۍ، طبیعي افتونو او نباتي ناروغیو ځپلي چې له کبله يې د نورو کلونو په پرتله حاصلات کم شوي دي.
دوی زیاتوي، که څه هم د کرنې ریاست د انګورو یو شمېر بڼوالو ته د بناتي ناروغیو دواء درمل ورکړل، چې څه نا څه يې د انګورو د مرض مخ ونیوه، خو ډیری بزګران پاتې شول او د هغوی فصلونه زیانمن شول.
لوګر د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د انګورو باغونه په کې ډېر دي او د ښه کیفیت او خوند له کبله په افغانستان او پاکستان کې ډېر پیریدونکي لري.
د لوګر یو تن بڼوال حاجي عبدالولي مشال راډیو ته وویل، چې په یاد ولایت کې نګور د سپرلي په موسم کې ساړه ووهل، وروسته ګلۍ پرې وشوه او د فصل د رسیدو په وخت کې ورته، یو ډول نباتي ناروغي پیدا شوه، چې دې سره يې حاصلات کم شول او ځینو بزګرانو خو دومره تاوان وکړ، چې هغه د اوبو د اجارې بیه هم پرې نشي پوره کولی.
بڼوال عبدالولي زیاتوي:
((د انګورو په حاصلاتو چې کوم افت راغی یخ ووهل، ګلۍ ووهل او یو ډول نارغي ورته پیدا شوه، نو زموږ کوم باغونه چې دوا پاشي شول، هغه څه نا څه ښه وو، خو دا دواوې زیاتره بزګروانو ته ونه رسیدې، که څه هم زراعت ریاست چې څه امکانات درلودل هغه يې راکړل، نو سږ کال بزګران تاواني شول او بالعموم هغه د اوبو اجاره هم نه پوره کوي، ځکه دا یو اللهي افت وو.))
د ولایتي شورا غړي هم د بزګرانو دا ستونزه مني او وايي، چې د کرنې وزارت او اړوند ریاست يې د انګورو د ناروغیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
د لوګر د ولایتي شورا رييس حسیب الله ستانکزی وچکالي، د انګورو نباتي بیماري، نا امني او په یاد ولایت کې د نباتي ناروغیو د تشخیص د لابراتوارونو نشتون د حاصلاتو د کمیدو مهم لاملونه بولي.
ښاغلی ستانکزی وايي:
((د خلکو او باغدارانو شکایتونه موږ ته رارسیدلي، چې کرنې ریاست لازم درمل ندي ورکړي، تاسو ګورئ چې سږ کال د انګورو حاصلات ښه نه دي، وچکالي یې یو لامل دی او مرضونه يې بل لامل دی، هغه تشخیص چې باید اساسي شوی وی، نشته او په لیرې پرتو سیمو کې د ناامنو له لاسه فني کسان رسیده ګي نشي کولی.))
د کرنې ریاست یو تن مسلکي کارکوونکی نصیرالدین ستانکزی وايي، په ریاست کې شته امکانات يې له بزګرانو ندي سپمولي، خو دوی د نباتي ناروغیو د تشخیص لپاره لابراتور او نور دواء درمل نلري.
نصیرالدین ستانکزي وویل:
((کله چې بزګران موږ ته مراجعه کوي، موږ خپل امکانات دوی ته په اختیار کې ورکوو، که دواء راسره وي او که د تشخیص په برخه کې وي، البته هغه تشخیص چې زموږ په ساده وسایلو کې کیږي، موږ يې اجراء کوو، ځکه لابراتوار زموږ په لاس کې نشته، سږ کال هم موږه څه مقدار دواوې چې موږ ته رسیدلې وې هغوی ته مو توزیع کړې، دوی ته باید کافي دواوې او د مرضونو د تشخیص لپاره لابراتوار جوړ شي، تر څو د امراضو مخه ونیول شي.))
د لوګر د کرنې ريیس محمد دین مومند هم مني چې سږ کال د انګورو حاصلاتو کې کم والی راغلی، خو زیاتوي، چې د انګورو هغو تاکونو ډېر تاوان ندی کړی، چې بڼوالو پرې د دوی لخوا ویشل شوي درمل کارولي دي.
محمد دین مومند وايي، په ټوله کې د انګورو سږني حاصلات هم بد نه دي:
((د طبعي افاتو له کبله زموږ بعضې باغدراند پسرلي په سړه هوا کې لږ متضرره شول، خو بیا هم حاصلات يې بد نه دي، په ځینو باغونوکې مرضونه لیدل کیږي، خو موږ تر خپله هڅه وکړه چې د انګورو باغدارانو لپاره ټرینګونه ولرو، همدارنګه هغه درمل چې موږ سره وو، دوی ته مو ورکړې او دوی ورڅخه په باغونو کې استفاده وکړه.))
محمد دین مومند ونه ویل چې سږ کال په تخمیني ډول په لوګر کې د انګورو حاصلات څومره ول او خرڅلاو يې څرنګه وو؟
یاده دې وي، په لوګر او خواوشا ولایتونو کې هر کال د بېلابېلو مېوو باغونه د نباتي ناروغیو او له نورو طبیعي آفتونوزیانمنیږي او لدې کبله بڼوالو او بزګرانو ته په لوړه کچه تاوان رسیږي.
د کرنې مسلکي کسان د نباتي ناروغیو د تشخیص معیاري مرکزونه او دواء درمل، د کرنیزو حاصلاتو د ژغورنې او ډېریدو لپاره له مهمو ابزارو څخه بولي.