د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستانۍ ښځينه نابیناوو کرکټ ډله به ژر اعلان شي'


د پاکستان د نابيناوو کرکټ کونسل وايي، چې په لومړي ځل یې د ښځو نابيناوو کرکټ لوبډله جوړه کړې. له مشال راډيو سره په خبرو کې د ياد کونسل چيېرمېن سید سلطان شاه په دوشنبه ماښام وويل چې د کرکټ لوبډلې لپاره په سلګونه جينکۍ د ازموينې لپاره ورغلې وې.

د ده په خبره لومړی پړاو کې د ۱۵۰ جينکو انتخاب وشو، په دوهم پړاو کې د ۶۵ او په راتلونکو دوو مياشتو کې به د ۱۵ کسانو د لوبډلې اعلان کوي چې په جنورۍ کې به د نيپال ښځینه نابيناوو کرکټ لوبډلې سره په پاک‍ستان کې مقابلې کوي.

دا چې په دې اړه د ښځينه لوبغاړیو لخوا څه ډول ردعمل مخې ته راغلی نو سلطان شاه وايي: (په دې لړ کې ښځينه لوبغاړیو زموږ تر هیلو زیاته لېوالتیا وښودله، ډېرې خوشاله وې. ما د دې لپاره ډېر زیار ويستو، خو د الله په فضل ډېر ښه غبرګون مخې ته راغلی دی.)

د ا مهال د کرکټ لوبډلې د غوراوي لپاره په لاهور کې کېمپ دوام لري په دغو کې يوه اقصا عارف ده چې د لاهور په کنيرډ کالج کې د انګرېزۍ ژبې زده کونکې ده. له مشال راډيو سره په خبرو کې اقصا وويل چې د دې لپاره یې ډېر سخت محنت کړی دی.

''په اخيرنيو لوبغاړو کې له انتخاب نه پس ډېر ښايسته احساس لرم ، يو وخت وو چې په هېڅ هم نه پوهېدم، خو د روزونکیو د سخت محنت له وجې ما هم ډېر محنت وکړو، ما دلته ډېر څه زده کړل، نو پس له هغې غوره شوم.''

د سید سلطان شاه په خبره د راتلونکې کال د جنورې له ۲۶مې تر فېبرورۍ تر څلورمې پورې به د نيپال د کرکټ ښځينه نابيناوولوبډله پاکستان ته راځې او د پنځو يو ورځنيو لوبو سېريز به کوي. خو پوښتنه دا ده چې د پاکستان کر کټ لوبډله دومره استعداد لري چې نړي والو مقابلو کې برخه واخلي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د موجوده لوبډلې روزونکی نفیس احمد وايي.

(دا مهال دا لوبډله په ابتدايي حالت کې ده، په جسماني توګه د فټنس لپاره ډيرې هڅې کوي، له دېمخکې په پاکستان کې دنابيناووښځوکرکټ لوبې په حوالې سره څه خاص هلې ځلې نه وې، نو اوس دوی ډېر سخت محنت کوي، زما هيله ده چې له وخت سره سره به دوی نورې هم ښه شي، د لوبې شوق ډېر لري نو راتلونکې وخت کې به دا لوبډله نوره هم ښه شي.)

د سلطان شاه په خبره دا مهال د ښځو نابيناووکر کټ لوبډلې ته د پاکستان کرکټ بورډ لخوا هېڅ مالي مرستې نه ورکول کېږي خو زیاتوي چې يوه پاکستانۍ کاروباري اداره او يوه بهرنۍ اداره یې مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG