د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د څلورو نورو ولایتونو په شان په خوست کې همد پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نمونوي لیسې لپاره د تدریسي کمپلیکس د جوړولو کار پیل شو.
یاد کمپلیکس چې ودانیزې چارې به يې د دوه کلونو په موده کې سرته ورسیږي، د تدریسي او اداري ودانیو، ورزشي میدانونو، شنو ساحو، کمپیوټر خونو او مجهزو لابراتوارونو تر څنګ به د ولسوالیو نږدې ۳۰۰ زده کوونکو ته لیلیه هم ولري.
د خوست چارواکي د نمونوي لیسې د کمپلیکس د کارونه پیل پدې ولایت کې د معیاري ښوونې روزنې پر لوړ یو ارزښتمن ګام بولي او وايي، چې پدې لیسه کې به د ښوونکو ګمارنه او د زده کوونکو شاملیدل د ازاد رقابت له لارې ترسره شي.
د خوست چارواکي وايي، په یاد ولایت کې په جوړیدونکې نمونوي لیسه کې به د زده کړې هغه ټول شرایط او امکانات موجود وي، چې د نورې نړۍ زده کوونکي ورڅخه د زده کړو پر مهال ګټه اخلي.
خوست والي د نمونوي لیسې د بنسټ ډبرې د کېښودو او پدې مناسبت د جوړې شوې غونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وویل، چې یاده پروژه د ولسمشر په ځانګړې لورینه د افغانستان د څلورو نورو لویو ولایتونو کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار تر څنګ په خوست کې هم جوړیږي او ودانیزې چارې به يې د دوه کلونو په موده کې سرته ورسیږي.
پوهندوی حکم خان حبیبي وايي د یادې پروژې مشخصات پدې ډول شریک کړل:
((نن د پوهنې د بهیر د پرمختګ لپاره یوه لویه پروژه چې هغه په خوست کې د یوې نمونوي لیسې لپاره د اداري او تدریسي کمپلیکس جوړیدل دي،پیل شوه چې د افغان دولت له بودجې څخه به د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښټ په دوه کلونو کې په اساسي ډول په اته جریبه ځمکه کې جوړه شي، دا به یوه داسې لیسه وي، چې پدې کې به لیلیه، ۵۶ صنفي تدریسي تعمیر، نور اړین ملحقات، شنه ساحه، د لوبو میدانونه او د یوې عصري او مجهزې لیسې لپاره چې څومره اړین ساختمانونه ضرور دي، هغه ټول په نظر کې نیول شوي دي.))
په خوست کې د نمونوي لیسې د کار د پیل لپاره نسبتاً پراخ مراسم نیول شوي ول، چې د ښوونځیو سلګونو نجونو او هلکانو زده کوونکو، ښوونکو، د پوهنې مامورینو، قومي مخورو، د ولایت ملکي او پوځي مسوولینو، مدني فعالانو او عامو خلکو په کې ګډون کړی وو.
د ښوونې او روزنې د برخې متخصصین د زده کوونکو لپاره ښه ښوونیز چاپیریال د زده کړو له مهمو عناصرو څخه ګڼي.
د ټولنیزو علومو استاد پروفیسور اکبرجان پولاد وايي، نمونوي لیسه به د خوست په ښوونیز بهیر کې سالم رقابت رامنځته کړي او د معیاري زده کړو لپاره به اغېزمن وي.
ښاغلی پولاد زیاتوي:
((د معیارې ښوونې روزنې لپاره درې شیان اصل دی، چې یو کتاب دی، یو معلم دی او بل صنف دی، طبعي ده څومره چې د درې شیانو کیفیت لوړیږی، هغې سره د پوهنې کیفیت هم لوړیږي، باور لرم چې دا به په خوست کې د ښوونیز بهیر د پرمختګ لپاره یو ښه ګام وي، زده کوونکي به يې معیاري زده کړې وکړي.))
اکبرجان پولاد وویل، دا ښوونځي به د خوست د ټولو لیسو د زده کوونکو په منځ کې یوه سالمه سیالي رامنځته کړي او هر زده کوونکی به هڅه وکړي، چې پدې لیسه کې زده کړې وکړي.
د خوست د پوهنې ریاست د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په یاد ولایت کې هم د ښوونځیو د وانیو او سرپناه نشتون یوه مهمه ستونزه بولي.
د پوهنې رييس نصیراحمد روښان وايي، چې په خوست کې دا مهال ۲۰۵ ښوونځي سرپناه نلري، چې دا د ټولو ښوونځیو شپیته سلنه تشکیلوي، خو د کلیو پراختیا وزراتاقراء برنامېته د پنځو ښوونځیو د ودانیو پروپوزلونه ورکړل شوي، چې د یوې میاشتې په موده کې به يې ودانیزې چارې پیل شي.
د خوست چارواکو له کورنیو او د ماشومانو له والدینو وغوښتل، چې د پوهنې د بهیر د ښه کولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي او کچیرې هغوی د خپلو ښوونځیو او اولادونو د تعلیم په برخه کې بې تفاوتي وکړي، نو بیا په نږدې وخت کې یو کیفیت لرونکي معارف ته رسیدل ستونزمن کیږي.
په خوست کې د نمونوي لیسې د اداري او تدریسي کمپلیکس لپاره په جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د ځینو ښوونځیو د ترانې ټیمونو د پوهنې، هېواد او سولې په باب ترانې وړاندې کړې.