د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست چارواکو د ټاکنیزو کمپاینونو د محدودولو غوښتنه وکړه


د خوست چارواکو له نوماندانو وغوښتل، چې لويې غونډې دې نه جوړوي
د خوست چارواکو له نوماندانو وغوښتل، چې لويې غونډې دې نه جوړوي

خوست ـ د خوست ملکي او پوځي چارواکو د ولسي جرګې له نوماندانو وغوښتل، چې د ځینو احتمالي ګواښونو له کبله دې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د سترو غونډو له جوړولو ډډه وکړي.

دوی زیاتوي، د دولت وسلوال مخالفین د ټاکنو په رانږدې کیدو، د خپلو بریدونو تکتیکونو ته بدلون ورکوي او دوی انديښنه لري، که چېرې د امنیتي ادارو له تدابیرو سره سره په کومه لویه غونډه کې پېښه رامنځته شي، نو د دوی په وینا بیا به یې جبران ممکن نه وي.

چارواکو له نوماندانو دا هم وغوښتل، چې ځانونو سره له پنځه میله سپکو وسلو زیات نورې درنې وسلې لکه پیکا، دهشکه او راکټ نه ګرځوي او که چا سرغړونه وکړه، نو د امنیتي ادارو لخوا به يې دا ډول وسلې ونیول شي.

چارواکو یادې غوښتنې د یکشنبې پر ورځ غرمه مهال د یوې خبري ناستې پر مهال د سیمه ییزو ملي او نړیوالو رسنیو له خبریالانو سره شریکې کړې.

پدې خبري ناسته کې خوست والي، د خوست امنیه قوماندان، د ملي امنیت رييس او د ملي اردو د اولې شایسته لواء قوماندان ګډون کړی وو.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل، چې د ټاکنیزو کمپاینونو له پیلیدو وروسته د ګواښونو کچه یو څه لوړه شوې او خپلو تکتیکونو ته يې هم تغیر ورکړی.

خوست والي له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول ګواښونو په اړه امنیتي، کشفي او استخباراتي ادارې په جریان کې کړي، څو په خوست کې شته امنیتي حالت خراب نه شي.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی وايي، چې د لویو غونډو امنیت یو څه ستونزمن وي، نو د دوی غوښتنه داده چې نوماندان دې لویې غونډې نه جوړوي، که چېرې دوی خپلې غونډې د رسنیو له لارې خلکو سره شریکې کړې، نو دا کار به هم د نوماندانو، هم د امنیتي کسانو او هم د خلکو په خیر وي.

خوست امنیه قوماندان د پوځي شورا یوې بلې پرېکړې ته هم اشاره وکړه او ويې ویل، چې نوماندان د درنو وسلو له ګرځولو هم ډډه وکړي، په دې باب دې پرېکړو ته درناوی ولري او د تورو شیشو لرونکي ګاډي دې هم نه ګرځوي، څو امنیتي کسان پوۍ شي، دا ګاډي د نوماندانو دي او که بل چا سره دي.

ده زیاته کړه:

((لطفاً دې نوماندان له ثقیله سلاح لکه پیکا-دهشکه-راکټ د ګرځولو څخه ډډه وکړي او زموږ غوښتنه داده چې ځانونو سره دې پنځه میله سلاح څخه اظافه چې هغه خفیفه سلاحوې دي، کلاشینکوف دي، له ګرځولو څخه ډډه وکړي، د تورو شیشو والا موټر دې ځانونو سره نه ګرځوي، څو موږ پوی شو چې دا موټر زموږ د نوماندانو دې که د کوم مخالف.))

د خوست چارواکو په کنفرانس کې وویل، چې په یاد ولایت کې ټول ۱۹۲ ټاکنیز سایټونه موجود دي، چې ۲۷ يې د لوړ تهدید سره مخامخ دي او په ۶ سایټونو کې له سره په تذکرو سټیکرې ندي لګول شوي.

دوی د خوست په یو شمېر ولسوالیو تریزیو او علي شیرو، سپیرې، قلندر، موسی خېلو اوصبریو کې د ټاکنو پر مهال د ګواښونو خبره وکړه، خو ويې ویل چې هڅه کوي، د دغو ګواښونو کچه منځي حد ته راښکته کړي او په ټاکنو کې خلکو ته په نسبتاً ارامه فضاء کې د ګډون زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG