د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د صوابۍ يو نوميالی سندرغاړی او موسيقار ښايسته مير استاد وو.
نوموړی وايي، شاوخوا ۴۰ کاله يې پښتو موسيقي وغږوله.
استاد د صوابۍ له ولسه خوښ دی خو له حکومته بيا ګيله من دی چې د هنرمندانو د مالي مرستو په پروګرام کې يې د ده نوم نه دی ثبت کړی.
د ښايسته مير استاد دا خبرې او څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.