د خوست ولایت چارواکي وايي، د ملي اردو د اولې لواء په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې، چې د ملي اردو ۱۲ منسوبین پکې وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي نن مازیګر په ولایتي روغتون کې د ټپیانو لیدو پرمهال مشال راډیو ته وویل، ښايي دا یو ځانمرګی برید وي.
د ده په وینا د پيښې سخت ټپیان د ملي اردو په چورلکو کې کابل ته لېږدول شوي دي او پاتې نور ټپیان د خوست په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
دا چې دا پيښه څرنګه رامنځته شوې، یا ځانمرګی څنګه توانېدلی د ملي اردو د ګارنیزیون منځته ځان ورسوي، ده وویل، دا یو څه پېچلې مسله ده، خو د پيښې پلټلو لپاره هم د ملي دفاع وزارت تخنیکي پلاوی خوست ته رسېدلی دی.
د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر ګل احمدشاه وویل، چې ولایتي روغتون ته د پيښې له ځای څخه ۴۰ ټپیان او دوه د وژل شویو سرتیرو جسدونه وروړل شوي
د ده په وینا د ۳ سرتیرو روغتیا حالت نازک وو، یو سرتیری ته جراحي عملیات وشول، ۳۳ تنه د درملنې لپاره مرکز کابل ته ولیږدول شول او ۱۲ تنه په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
بل لوري ته روغتون ته لسګونه ځوانان هم د ویني ورکولو لپاره ورغلي ول او ويې چې غواړي اړو ټپي شویو سرتیرو او افسرانو ته وینې ورکړي، ځکه د دوی د هېواد او ولس له امن څخه ساتنه کوي.
یو شمېر نورو سرچینو د تلفاتو شمېر تر دې زیات ښيي، خو د خوست چارواکو تاید نه کړل.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
بل لوري ته له ارګ څخه په دې باب خپرې شوې رسنیزې اعلامیه کې ولسمشر محمداشرف غني یاد برید په سختو ټکو غندلی او هغه يې جنایتکارانه او اسلام ضد عمل بللی دی.
افغان ولسمشر مسوولینو تهلارښوونه کړې چې د پېښې څرنګوالی په هراړخیزه توګه وارزوي او وظیفوي غفلت کوونکي دې، تر پېژندلو وروسته مجازات شي.
دغه راز جمهوررئیس د خوست ولایت مقاماتو او اړوندو مسوولینو ته هم لارښوونه کړې، چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو استفاده وکړي او د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته هم بېړنۍ رسېدګي وکړي.