په پکتیکا ولایت کې د ۱۵۳ ښوونځیو لپاره د کلیو پراختیا وزارت د اقراء برنامې په چوکاټ کې د ودانیو د جوړولو پروګرام پیل شو.
د پکتیکا چارواکي وايي، چې یاد ښوونځي به د ۶۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه کلونو په موده کې جوړ شي.
تېره ورځ د پکتیکا مرستیال والي شیربادشاه ارګوني په یحی خېلو ولسوالۍ کې د یادې برنامې د پرانیستې پر مهال ګډونوالو ته وویل، چې د ۱۵۳ ښوونځیو یادې ودانۍ به د مرکز ښرنې په ګډون د پکتیکا په (۱۷) ولسوالیو کې جوړې شي او لسګونه زره زده کوونکو ته به په خوندي او مناسب چاپیریال کې د زده کړو زمینه برابره شي.
د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو د پروګرم په غونډه کې د ځايي ملکي او پوځي چارواکو سربیره د سیمې لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي اوسیدونکو برخه اخیستې وه.
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د دولت یاده برنامه ګټوره او با ارزښته وبلله او ويې ویل، پکتیکا په وروستیو کلونو کې تر ډېره له پرمختګونو وروسته پاتې شوې، نو دولت ته په کار دي، چې په نورو برخو کې هم د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره پروژې عملي کړي.