د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خوست ملي او تاریخي شخصیتونه پاملرنه غواړي'


په خوست کې غونډه.
په خوست کې غونډه.

د خوست یو شمېر روڼ اندي، قومي مخور او فرهنګیان وايي، چې افغان حکومت د نورو په شان د یاد ولایت د ملي، تاریخي او ټولنیزو شخصیتونو د مبارزو او کارنامو یادونې او لمانځنې ته پاملرنه نه ده کړې.

دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د افغانستان د ولسمشری ماڼی له لوري د (غازي ببرک خان ځدراڼ د خپلواکی اتل او مبارز ) په نوم د نوې خپرې شوې ټولګې د مخکتنې او د نوموړي غازي د ملي او ټولنیز شخصیت د یادونې او درناوي په موخه جوړه شوې ولسي ناسته کې وکړې.

ویناوالو ویل، افغان حکومت یو شمېر اوسني او پخواني شخصیتونه په لوړو مراسمو او ځانګړو برنامو لمانځي، خو بل لوري ته يې هغه شخصیتونه هیر کړي، چې د دې هېواد د خپلواکۍ او د ولسونو د ښیرازۍ په خاطر يې خپلې زنده ګۍ وقف کړې وې.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی په خپلو خبرو کې وویل، ببرک خان ځدراڼ داسې نه دی لمانځل شوی، لکه حق يې چې دی:

((ببرک خان ځدراڼ یو داسې شخصیت وو، ځانته به يې چې څه پخول لومړی به يې خپل قوم ته، خپلو خلکو او ولسونو ته، یتیمو ماشومانو ته، بې کوره خلکو ته د دسترخوان پر ځای به يې پوزۍ ورته هوارولو، لاسو ته به يې په خپله اوبه ور اچولي، تر څو به چې میلمانه به يې ماړه نکړل، خپله به يې ډوډۍ نه خوړله، یتیم ماشومان به يې راوستل، خپلو ماشومانو تر څنګ به يې اوسول، د هغوی روزنه او پالنه به يې کوله، خو په تاسف سره دا ملي شخصیت لکه څرنګه چې د ده حق دی، هغسې ندی ستایل شوی او نه په قلم باندې په لیکه باندې راغلی دی.))

​د یادې غونډې ویناوالو غازي ببرک خان ځدارڼ یو داسې کس یاد کړ، چې د هېواد د خپلواکۍ لپاره د سرسختې مبارزې تر څنګ په ټولنیز ژوند کې هم دروند، زړه سواند او مهربان شخصیت او د ولسونو په درد درمن مشر وو.

د غازي ببرک خان لمسي قاضي احمد ببرکزي په خپلو خبرو کې له افغان ولسمشر مننه وکړه، چې د یاد غازي د ژوند او کارنامو په اړه يې د دې رسالې د خپریدو امکانات برابر کړل.

ده هیله وکړه، چې دا کتاب د افغاني لیکوالو او څېړنکو په هڅو لا نور غني شي.

نوموړي وویل:

((د لويې پکتیا او د خوست ولسونه د محبوب ولسمشر څخه زیاته مننه کوي، چې د غازي ببرک خان په تاریخچه او د هغه په کارنامو يې ښه دروند کتاب ترتیب کړی دی، غازي د وطن سره ډېره مینه درلوده، ډېر عاجز او فقیرانه عادتونه يې درلودل، شهامت يې درلوده، غیرت او میړانه يې وه، هیله من یم چې د دې کتاب مالومات به لا نور غني شي.))

د یادې غونډې یو بل ویناوال د غرغښت راډیو تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل وو، چې د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:

((ببرک خان چې غازي او اتل وو، د لويې پکتیا قومونه او ولسونه يې تر شا ولاړ ول، هغه خاکساري او کمیني چې د خپل ولس په باب د دده په زړه او مزاج کې وه، د ده په انځورونو کې راڅرګندیږي، چې یبلې پښې به تر ارګه پورې ته، ولې ده د هيڅ دښمن پر وړاندې انعطاف او شا ته تګ نه وو کړی، نو که د ده په کارنامو په الماریو کتابونه ولیکل شي، بیا هم کم دي.))

لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار، که څه هم د ارګ له لوري د دې کتاب خپریدل یو ښه ګام وباله، خو غوښتنه يې وکړه، چې د دې غازي د ژوند او مبارزې په باب باید هر اړخیز مالومات راټول شي.

ښاغلی انګار وايي:

((دا کتاب چې د غازي ببرک خان ځدراڼ د ژوند په بیلابیلو اړخونو باندې لیکل شوی دی، بینر کې ښکاري چې دا کار د ولسمشر غني په لارښوونه شوی دی، استاد امیرجان وحید احمدزي دا کار کړی دی، دا د ستاینې وړ کار دی، خو د لپاره چې دا کتاب لا غني شي، په کار ده، چې لا ډېر نور مواد هم راجمع شي.))

نوموړی زیاتوي، په کابل کې له دې مخکې د غازي ببرک خان ځدراڼ په باب د ژوندون تلویزیون لخوا علمي سیمینار جوړ شوی وو، همدارنګه سرمحقق محمدعارف غروال هم پدې موضوع یوه ځانته رساله لیکلې وه، چې د دې کتاب په بډاینه کې باید ورڅخه ګټه پورته شوې وای.

د لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار په خبره چې په سویل ختیز زون کې اوس هم داسې مشران او سپینږیري شته، چې د غازي ببرک خان ځدراڼ په باب ورته ډېر روایات او حکایات مالوم دي، که دې کار لپاره یوه ډله څيړونکي وګمارل شي او هغوی د ببرک خان ځدراڼ په باب خواره واره روایتونه راټول کړي، نو یو پنډ او جامع کتاب به ورڅخه جوړ شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG