که څه هم پخوا په خوست او نورو پښتون میشتو سیمو کې د کوژدن په مراسمو کې د جینۍ او هلک کورنیو او د هغوی نږدې خپلوانو برخه اخیسته او یو بل ته يې دستمالونه، جامې او لونګۍ کولې، خو اوسمهال خوست کې ځينې فرهنګیان د کوژدن مراسم په نوې بڼه نیسي.
مشاعرې، ادبي او هنري بنډارونه جوړوي، دوستان، ملګري او ځوانان سره راټولوي او پدې توګه د کوژدن له مراسمو هم د فرهنګ، ادب او هنر د ودې لپاره ګټه پورته کوي.
بیګاه شپه(سې شنبه) د کوژدن له همدا ډول یو پروګرام تابیا کوونکي لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار چې د خپل کشري زوی د کوژدن مراسم يې نیولي ول، مشال راډیو ته وویل، لدې پروګرامه يې موخه داوه چې دوستان او ملګري یو ځای راغونډ کړي، ځوانان په خپلو کې سروکي او سندرې ووايي او مشاعره وکړي.
ښاغلي انګار زیاته کړه:
((دوستانو او ملګرو لپاره مې د خپل زوی د کوژدن داسې پروګرام ځکه ونیو، چې یو خو ګڼ دوستان په خپلو کې سره وګوري، دویم دا چې مشاعره وشي، شاعران شعرونه په کې واوروي، درېیم دا چې ما هڅه وکړه هغه ولسي موسیقي بیرته په محفلونو کې راژوندی شي، چې ګڼ ځوانان یو ځای سروکي او سندرې سره ووايي.))
د پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد فریدالله قربان په اوسنیو حالاتو کې چې ناخوالې ډېرې دي، د خوشالۍ دا ډول پروګرامونه چې ګڼ ځوانان او ملګري په کې راغونډیږی، له ارښته ډک ګڼي.
نوموړي وویل:
((زه فکر کوم د دا ډول پروګرامونو جوړول په خپل ذات کې ډېر اهمیت لري، بهار صیب یو شعر دی وايي، په داسې یو وطن کې یو، چې په هغې کې تر لمونځونو جنازې ډېرې دي، زه فکر کوم له ژونده موږ منډه نشو کولی، خو د ژوند د تېریدو دا چال زده کولی شو، په ژوند تر ټولو یو ستر اصل خوشالي ده، له بده بخته زموږ دا حالات د بدیو او بدمرغیو دي، داسې محفلونه په رښتیا هم یو بهانه وي، خو په خپل ذات کې ډېر لوی اهمیت لري، دادي دومره ملګري او ځوانان يې سره راټول کړل، کاشکې تل داسې د ځوانانو په خوښیو کې راټول شو.))
د کوژدن پدې پروګرام کې د مشاعرې، ترنم او محلي موسیقۍ برخې هم شاملې وې.
د خوست د سیمې یو ځوان شاعر اقبال سایل دا شعر وړاندې کړ:
چې له زړه نه، زړه ته جوړ د مینې پلونه نه وي
له یو انسان تر بله انسانه پورې ډېره لار ده
موږ خپل سرونه د جنت په هوس زر وشیندو
ګنو د حورو تر داستانه پورې ډېره لار ده
بسم الله، لاس دې راکوه په لاس کې ځه چې ځو نو
رسو ضرور که تر عرفانه پورې، ډېره لار ده.
له سفره راغلی یو بل ځوان خوستي شاعر زاهدالله زاهد هم خپل شعر واوراوه:
خیر دی نور مه بندوه ور، بس دی
بس دی د خدای لپاره شر بس دی
زه به پرې ټول ژوند ګوزاره کومه
ماته دې یو ښکلی نظر بس دی
ساقي غم دروند دی، څه چاره مې کوه
جام په ما نه کوي اثر بس دی
د جدايی نه چې و نه ویریږې
زما او ستا تر منځ باور بس دی
لا مه خبره د زړه ختمه نه وه
ولې دې ووې، دومره ژر بس دی.
د کوژدن په بنډار کې یو شمېر ځوانانو په ښکلي انداز شعرونه په ترنم کې وړاندې کړل.
شاهین دلپوري یو حماسي شعر ترنم کړ:
د هر افغان په خاوره د قهرمان په خاوره
ډېرو سرونه ورکړل، زموږ هر ځوان په خاوره
موږ په دښمن باندې هر وخت بل کړی اور دی
خاوره مې مور دی، خاوره مې مور دی
پردي جنګونه راغلل، موږ ته غمونه راغلل
ډېر شهیدان ټپیان شول، چا ته مرګونه راغلل
نن په کابل جوړ د مرمیو شور ماشور دی
خاوره مې مور دی، خاوره مې مور دی
د خپل وطن په غم کې، شو لوغړن په غم کې
والله مدام ژړیږو، ځار د مسکین په غم کې
ګوره حمید مندوزی چې سوۍ سکور دی
خاوره مې مور دی، خاوره مې مور دی.
په بنډار کې لاهور عابد د خپل غزل په ترنم سره بنډار ته لا ښکلا ورکړه:
تا ته مې زړه کیږي، باران وریږي
صبر مې نه کیږي، باران وریږي
یو څو تودې-تودې خبرې وکړه
زما ساړه کیږي، باران وریږي
هم مې وعده کړې، هم لارې بند شوې
نو دا به څه کیږي، باران وریږي
د دې بنډار په پای کې ځوانانو اتڼونه وکړل او په ګډه يې سندرې او سروکي له محلي موسیقۍ سره وویل.