د لاسرسي ځای

تازه خبر

که زرداري ونیول یا نااهله شو، ټول پاکستان کې احتجاج کوو: پیپلز ګوند


اصف زرداري دا مهال د قامي اسمبلۍ غړی دی
اصف زرداري دا مهال د قامي اسمبلۍ غړی دی

پراګ - د پاکستان پیپلز پارټۍ د ګوند د مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د ګرفتارۍ په صورت کې د ټول هېواد پر کچ د احتجاجونو پیلولو ګواښ کړی دی.

د ګوند سېنېټر بهره مند تنګي د ډېسېمبر د ۲۰مې پر ماخوستن تر هغې وروسته له مشال راډیو سره خبرې کولې چې په سیند اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف غړي خرم شېر زمان په کراچۍ کې انتخاباتي کمېشن ته ورغی او هلته یې د پارلېمان څوکۍ ته د زرداري د نااهلۍ په اړه درخواست جمع کړ.

نوموړي خبریالانو ته وویل، ثبوت لري چې زرداري په نیویارک کې د اپارتمان لرلو په اړه الېکشن کمېشن ته درواغ ویلي:

"موږ دلته ثبوتونه او درخواست جمع کړی. موږ له الېکشن کمېشن غوښتي چې د دې پلټنې وکړي. که زموږ خبره ثابته شي نو د دې پر اساس دې [کمېشن زرداري] د قامي اسمبلۍ څوکۍ [ته نااهله] کړي."

خو د پیپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګی وايي، په پاکستان کې د احتساب په نوم له سیاستوالانو څخه سیاسي غچ اخیستل کېږي. ده وویل، که زرداري ونیول شي، نو د پاکستان تحریک انصاف د واکمنۍ د پای ورځې به پیل شي.

تحریک انصاف دا اقدام پر داسې مهال کړی چې د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري پر ضد د نورو مقدمو اورېدنې هم روانې دي.

زرداري د اکتوبر پر ۳۱مه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي ول چې د وزیراعظم عمران خان له حکومت سره همکارۍ ته تیار دی.

خو د نوموړي تر دې خبرې وروسته یې پر ضد د بېلا بېلو مقدمو اورېدنې زیاتې شوې.

زرداري د ډېسېمبر پر ۱۵مه په حیدر اباد کې یوې جلسې ته په وینا کې پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د تحریک انصاف واکمنان د کار کولو په چل نه پوهېږي.

په پېښور کې د سیاسي چارو پوه عقیل یوسفزی وايي، په جولای کې په انتخاباتو کې د زیاتو څوکیو تر ګټلو او د تحریک انصاف تر واکمنۍ وروسته له دوو لویو اپوزیشن ګوندونو - مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ – سره موقع وه چې پر حکومت فشار راوړي، خو داسې یې ونکړل.

دی وايي، اوس داسې ښکاري چې ښايي له زرداري سره هم هغه څه وشي لکه د مسلم لیګ (ن) له مشرانو سره چې شوي ول.

هلته په عین وخت کې د پاکستان رسنیو ویلي چې د سیند انتخاباتي کمېشن د زرداري د نااهلۍ درخواست په اړه د کمېشن له سېکرټر سره رابطه کړې.

XS
SM
MD
LG