جمیله ګیلانۍ فعاله پښتنه ملتپاله سیاستواله ده. نوموړې د پاکستان د قامۍ اسمبلۍ پخوانۍ غړې هم پاتې شوې ده.
هغه پخوا د عوامي نېشنل ګوند مخکښه غړې وه خو وروسته تر هغې یې استعفا ورکړه چې ګوند د افراسیاب خټک او د بشرا ګوهر غړیتوب وځنډاوه.
ګېلانۍ وايي، د مردان ده، زده کړې یې په مردان او پېښور کې کړي او یو له هغو بختورو نجونو څخه وه چې کورنۍ یې د تعلیم حق ورته ورکړی وو.
خو وايي هغه مهال هره نجلۍ دومره بختوره نه وه، د هغې یوې سوېلۍ (ملګرې) ۱۴ورځې د نه خوړلو احتجاج کړی وو او تر هغې وروسته یې کورنۍ اجازه ورکړې وه چې لوړې زده کړې دې وکړي.
جمیلې ګېلانۍ مشال ته وویل، کور ته به یې سیاسي او ادبي مجلې او اخبارونه راتلل او همدا رنګه د سیاسي او ادبي شخصیتونو تګ راتګ به هم ورکره کېده چې د دې په سیاسی روزنه کې یې مهم رول ولوباوه.
نوموړې وايي، د کالج له زمانې راهېسې د محصلینو په سیاست کې ښکېله او د ډېموکریټک سټوډنټس فېډرېشن غړې وه.
خو وروسته یې واده په یوه داسې کورنۍ کې وشو چې هغه غیر سیاسي وه، خو دا مبارزه مېرمن خپلې هڅې جاري ساتي، په بشري حقونو او مدني فعالیتونو کې کار کوي او سیاسي ګوند کې شاملېږي.
نوموړې وايي دا هر څه اسان نه وو خو دې یې د حاصلولو لپاره ډېره مبارزه کړې ده.
د دغې نوموړې پښتنې فعالې نوره کیسه په مشال کې واورئ.