د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو له پېښوره د رباب استاد ګلاب اپريدی وو.
نوموړي يو شمېر شاګردان روزلي او بېلا بېلو هېوادونو ته يې هنري سفرونه کړي دي.
اپريدی وايي، له وطنه دباندې مېشت پښتانه کولای شي د انټرنيټ له لارې له ده د رباب درسونه واخلي.
د نوموړي دا خبرې او په رباب غږولې څو نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.