پراګ - په پاکستان کې د پلټنو د فیډرالي ادارې یا اېف ای اې د ترهګرۍ ضد څانګې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ښځو د حقونو مبارزه او د 'جينکۍ پوهه کړئ' سازمان مشره ګلالۍ اسماعیل د هغې د ژوند او کار په اړه د پوښتنو ګروېږنو لپاره ورغوښتې وه.
نوموړي تر دې ليدنې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په پاکستان کې د تیرو اتو میاشتو راهیسې د هغې پر ضد مقدمې روانې دي.
ګلالۍ زياته کړه چې د اېف ای اې چارواکو ورڅخه د هغې د ټول ژوند او کار په اړه پوښتنې وکړې خو دا زياتوي خبره نه ده چې دا پلټنې به کوم لور ته ځي؟ د ګلالۍ په وينا پاکستاني چارواکو يې پر ضد بېلا بیلې حربې کارولي دي.
"پېل يې زما د سازمان په تړلو سره وکړ، بانکي حسابونه مې وتړل شول، سفري بنديز يې راباندې ولګاوه، مقدمې يي راباندی جوړې کړې او داسې پوښتنې رانه کوي چې زه يې په اړه هيڅ معلومات نه لرم."
د هغې وينا وه زه نه پوهېږم چې زما خلاف ولې کیږي؟ زمونږ په هیواد کې داسې کلتور دی چې په کې دا هڅه کیږي چې ښځې په بشپړه توګه غېرسیاسي کړل شي.
ګلالۍ زياتوي "هغه به د هیواد تر قانون لاندې له حکومتي او امنیتي ادارو سره په پلټنو کې مرسته کوي خو د خپل ولس د ایيني او بنیادي بشري حقونو لپاره به له غږ پورته کولو په شا نه شي."
د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یو استازی او د قانوني چارو پوه شېرمحمد خان اېډوکېټ وايي چې د ګلالۍ اسماعيل پر ضد دې مقدمې زر تر زره هوارې کړل شي او د هغې ایيني او قانوني حقونه دې پر ځای کړل شي.
ګلالۍ اسماعیل د د روان ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۱۲مه اېف ای اې د اسلام اباد پر هوايي ډګر ایساره کړه چې وروستو يې په ضمانت خوشي کړه خو نوم يي ورله د هغو کسانو په نوملړ کې شامل کړ چې له هیواده بهر سفر نه شي کولای.
د پاکستاني چارواکیو په وینا ګلالۍ اسماعيل يې د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ګډون او ریاست ضد هلو ځلو په تور کې د درج شوي مقدمې له کبله نیولې وه خو ګلالۍ دغه تورونه رد کړي دي.