د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یوه پلاوي په تهران کې له ایرانیو چارواکو سره لیدلي


د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي

ايران وايي، د طالبانو يوه پلاوي د ډېسېمبر پر ۳۱مه په تهران کې افغانستان ته د سولې پر راوستلو او د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي وويل، د طالبانو پلاوی د ډېسېمبر پر ۳۰مه تهران ته رسېدلى چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له معين عباس عراقچي سره‌ يې هم کتلي دي.

د اسوشي اېټډ پرېس اژانس په حواله، قاسمي ويلي دواړو لورو په افغانستان کې د سولې پروسې د چټکتيا لپاره پر امنيتي مسايلو بحث وکړ.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي، له دغو مذاکرو د افغانستان حکومت خبر دى.

دا اول وار نه‌ دى چې د طالبانو او ايراني چارواکو ترمنځ دا ډول خبرې کېږي.

د ايران د ملي امنيت سلاکار علي شمخاني تېره اوونۍ په کابل کې تاييد کړه چې دا ډول خبرې پخوا هم شوي او په راتلونکي کې به دوام پيدا کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه‌ دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG