د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
دا اوونۍ په خپرونه کې د موسيقۍ استاد امانت علي خان راسره وو.
دی په پېښور کې اوسي او د موسیقۍ د ګوالیار کورنۍ دی.
د ده مشران لسيزې مخکې پېښور ته کډه شوي ول او د سيمې د موسيقۍ لپاره يې د پام وړ خدمتونه کړي دي.
امانت استاد بيا د موسيقۍ بېلا بېل الات غږوي او سلګونه شاګردان يې روزلي دي.
د هنري کارونو په اړه يې خبرې او څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.