د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ابوظبۍ ولي عهد په اسلام اباد کې له وزیراعظم سره لیدلي


پاکستانیو چارواکو د ابوظبۍ ولي عهد تود هرکلی کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:45 0:00

پاکستانیو چارواکو د ابوظبۍ ولي عهد تود هرکلی کړی

پراګ - د متحده عرب اماراتو د ابوظبۍ ولي عهد شیخ محمد بن زید النهیان په یو ورځني سفر په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره لیدلي دي.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر ویلي، النهیان چې د جنورۍ پر شپږمه د راولپېنډۍ نور خان هوايي ډګر ته ورسېد نو عمران خان او ګڼ لوړپوړي چارواکي یې ستړي مه شي ته ورغلي ول او ورته یې تشریفاتي ګارډ (ګارډ اف انر) ورکړ.

په اسلام اباد کې د ډان ټېلېوېژن خبریال انعام الله خټک مشال راډیو ته وویل، النهیان لومړی له عمران خان سره ولیدل او د چارواکو په خبره، پر دوه اړخیزه اړیکو یې بحث وکړ.

د خټک په خبره، دواړو مشرانو له یو بل سره د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې کړې دي.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر وايي،د ابوظبۍ ولي عهد د عمران خان په بلنه ورغلی دی.

د پاکستان حکومتي چارواکو د اقتصادي مشکلاتو د هواري په تکل د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) په ګډون له چین، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو څخه مرسته غوښتې ده.

چین او سعودي عرب وار له مخه له پاکستان سره د مرستو لوړه کړې. د ډېسېمبر پر ۲۱مه، متحده عرب اماراتو دولتي بانک په یوه بیان کې ویلي ول چې د پاکستان د مالیاتي تګلارې د ملاتړ په موخه د هغه هېواد په دولتي بانک کې درې اربه ډالر ږدي.

خو په کراچۍ کې د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپانې خبریال نوید حسین وايي، د ریاض او ابوظبۍ مالي مرستې د پاکستان اقتصادي مشکلات نشي حلولای.

حسین وايي، تر دې مخکې هم اماراتو او سعودي له پاکستان سره مالي مرستې کړې دي.

هلته په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، له دې ډول مرستو سره د پاکستان اقتصاد یوازې په لنډمهاله توګه ښه کېدای شي.

دی وايي، که اسلام اباد غواړي چې روپۍ خپل ارزښت بیا تر لاسه کړي او د هېواد مالي وضعیت ښه شي نو ورته په کار دي چې د هېواد برامدات زیات کړي.

XS
SM
MD
LG