د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن د سترې محکمې په پریکړه خوښي ښودلې


د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ د پخواني وزیراعظم نوازشریف په اړه د ایون فیلډ ریفرنس کې د سزا دختمیدو په اړه د اسلام اباد هایکورټ فیصله پر ځایې وساتله او د دې پر ضد یې د نېب اپيل خارج کړ.فېصله د جنورۍ پر ۱۴ مه د سترې محکمې د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ کې قاضیانو پنځه کسیزې ډلې وکړه.

تېر کال د ستمبر په ۱۹ مه،د اسلام اباد های کورټ ایون فیلډ په مقدمه کې پخواني وزیر اعظم نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن محمد صفدر ته د احتساب عدالت سزاګانې وځنډولې او درې واړه یې له زندانه خوشې کړل. قامي احتساب ادارې(نېب) د اسلام اباد هایي کورټ د دې پریکړې په ضد په سپریم کورټ کې اپيل کړی و.

د مسلیم لیګ ن ګوند مشرانو د پریکړې هرکلی کړی دی. د مسلیم لیګ ن مشر شهبازشریف د جنورۍ پر ۱۴ مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل

''سترې محکمې د هایکورټ لخوا د ضمانت فیصله پر ځایې وساتله، مونږ په دې د سپریم کورټ مننه کوو چې دا فیصله یې وکړه''

د نوازشریف لور مریم نواز هم د سپریم کورټ په پریکړه خوښي څرګنده کړې ده. نوموړې د جنورۍ پر ۱۴مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ریښتوني خوشالي به یې په هغه ورځ وي چې پلار یې له زندانه بېرته کور ته ورشي.

قانون پوهه شهاب الدین وایي د سپریم کورټ د دې ګام سره هغه تاثر کم شو، چې ویل کیدل عدالت په سیاست کې ښکیل شوی او د ځانګړي سیاسي ګوند په ضد فېصلې کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر پریکړه د قانون سره سمه بللې، فواد چودري پرون په ټویټر لیکلي د دې پریکړې سره په عمل کې هیڅ بدلون نشي راتللې.

د پاکستان پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري د سپریم کورټ په هغې ګام خوښي څرګنده کړې ده.

پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۱۷ز کال کې نواز شریف د پارلېمان څوکۍ ته نااهله کړ او د احتساب ادارې ته یې امر وکړ چې د نوموړي په اړه درې مالي قضیې وڅېړي.
په قضیو کې یوه د لندن په اېونفیلډ کې د څلورو قیمتي کورونو لرلو وه..

د احتساب عدالت د همدې کورونو لرلو په تورد تېر کال جولای پر شپږمه، نواز شریف، د هغه لور مریم او زوم محمد صفدر ته د بند سزا واوروله.

نوازشریف تل په درغلۍ کې د ککړتیا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG