پراګ - د فرانس پرېس اژانس کلنۍ جايزه ګټونکی پاکستانی خبريال وايي، هغه ته انعام ورکول يې په هېواد کې د خبریالانو د مسلکي محدوديتونو په ماحول کې د کار کولو د سختو شرايطو د تسليمولو په مانا دی.
اژانس د جنورۍ پر ۱۴ مه ويلي ول، د کېټ وېب په نوم جايزه په اسيايي هېوادونو کې هغو ځايي خبريالانو ته ورکوي چې په سختو او خطرناکو شرايطو کې خبريالي کوي.
تر انعام ګټلو وروسته اسد هاشم د جنورۍ پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په پاکستان کې ځېنې کړۍ خبریالان له مسلکي بنديزونو سره مخامخوي نو د ده په خبره، په داسې حال کې هغه ته جايزه ورکول په سختو شرايطو کې د خبريالانو د کار منلو په مانا ده.
د پاکستان رسنۍ پر ځينو موضوعاتو لکه د پښتنو ستونزې، په تېره بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د ځېنو قوتونو له خوا تر فشار لاندې دي.اسد هاشم
اسد هاشم د پاکستان پر ورځنيو چارو د الجزيره ټېلېوېژن لپاره کار کوي.
هغه خپل کار د پاکستان له خبريالانو سره پرتله کوي او وايي چې پر کومو موضوعاتو يې کار کړی هغه له مسلکي او د وړتيا له پلوه ځايي خبريالان هم کولی شي خو د ده په خبره، د پاکستان رسنۍ پر ځېنو موضوعاتو لکه د پښتنو ستونزې په تېره بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د ځېنو قوتونو تر فشار لاندې دي.
د اسد هاشم په خبره، هغه ځکه پر دې موضوعاتو راپورونه جوړولای شي چې له يوې نړيوالې ادارې سره کار کوي چې د پاکستاني رسنيو پرتله پکې پر داسې موضوعاتو د کار کولو ګنجايش زيات وي.
د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) د انعام اعلانولو په بيان کې ويلي، هاشم ته په پاکستان کې د پښتنو پر ستونزو او مذهب سپکاوي پر موضوعاتو د خبريالۍ له کبله د ۲۰۱۸ز کال جايزه ورکوي.
اسد هاشم وايي، هغه ته جايزه ځکه ورکړل شوې چې د پښتنو د حقونو په اړه يې درې ځانګړي راپورونه برابر کړي ول.
د ده په خبره، په دې کې يو په جنوبي وزيرستان کې د ښخو ماينونو د چاودېدو په نتيجه کې عادي خلکو ته د ځاني زيان رسېدو، دويم د پښتون ژغورنې غورځنګ چې هغه وخت لا هم مسود ژغورنې غورځنګ وو او درېيم پلټنيزې راپور يې د پوځي عملياتو پر مهال په پاکستان، په ځانګړې توګه خيبر پښتونخوا او د پنجاب په ځېنو سيمو کې، د خلکو ورکولو په اړه وو.
اسد هاشم ته په پاکستان کې د پښتنو پر ستونزو او مذهب سپکاوي پر موضوعاتو د خبريالۍ له کبله د ۲۰۱۸ز کال جايزه ورکوو.فرانس پرېس اژانس
نوموړی زياتوي چې په دې کې يو راپور د مذهب سپکاوي په تور د يوه عيسوي د ځورېدنې په اړه هم وو.
د خبریالانو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو په بیا بیا په خپلو رپورټونو کې ویلي دي چې د ترهګرۍ، سختدریځۍ او ناامنیو په اړه خبریالي کوونکي نه یوازې د وسله والو ډلو بلکې د پوځ له ګواښونو سره هم مخامخېږي.
خو اسد هاشم وايي چې هغه ته په شخصي توګه کوم ګواښ نه دی شوی البته د ده په خبره، د پاکستان خبريالان له دې ډول حالاتو سره مخامخ دي.
نوموړي زياته کړه چې پر کومو موضوعاتو يې چې کار کړی په هغو کې په ځېنو کې ورسره چارواکو مرسته هم کړې ده.
په دې لړ کې هغه د جنوبي وزيرستان د ماينونو د راپور حواله ورکوي چې د ده په خبره، پوځ ورسره په مالوماتو کې مرسته کړې وه.
کېټ وېب د فرانسې خبري اژانس خبریاله وه چې په ۱۹۷۰ز لسیزه کې یې د امریکا او وېتنام ترمنځ د جګړې له ډګره خبریالي کړې وه.
نوموړې چې په ۲۰۰۷ز کال کې مړه شوه نو اژانس د هغې په ویاړ دا انعام اعلان کړ.
ټاکل شوې د فرانسې خبري اژانس د ۲۰۱۹ز کال په مارچ کې هاشم ته رسماً دا جایزه ورکړي.